کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٤): په ارګ کې د بيارغونې کارونو پر مهال د دوو مړو هډونه موندل شوي او ولسمشر سپارښتنه کړې چې دغه مړي دې وڅېړل او تشخيص شي.
له ارګ څخه د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه جسدونه په دې وروستيو کې د ارګ د لومړي نمبر قصر د پخلنځي د ودانۍ جوړولو پر مهال موندل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په موندل شوو هډونو کې د سر دوه کوپړۍ او د وجود نور هډونه دي چې ښکاري د دوو کسانو وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد هډونه د څېړنو په موخه عدلي طب ته لېږل شوي دي.
د سرچينې په وينا، ولسمشر اشرف غني د دغو جسدونو د هويت معلومولو او ورته د درناوي په موخه يو کمېسيون ټاکلى چې په کې د عدلي طب، د بشري حقوقو اړوند د ډاکترانو ټولنې، د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون او کورنيو چارو وزارت استازي شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمېسيون ته دنده سپارل شوې، څو د موندل شوو جسدونو تر پېژندنې وروسته يې کورنيو ته وسپاري او که کورنۍ يا خپلوان يې پيدا نه شي، نو د اسلامي شريعت په رڼا کې به د دولت له خوا خاورو ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن