کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د ملي امنيت رياست وايي هغه کس يې نيولى چې غوښتل يې په کابل کې د پوليسو پر اتمې حوزې ځانمرګى بريد وکړي.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوى محمود نومېږي او هغه مهال ونيول شو چې غوښتل یې چې له چاودېدونکو توکو له ډک بکس څخه په ګټې اخيستنې بريد ترسره کړي.
سرچينه ليکي چې نیول شوي ځانمرګي منلې چې د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو زده کړې یې د پېښور ښار د شمشتو په فیض المدارس مدرسه کې کړې او د حقاني ډلې له خوا د ځانمرګي برید د ترسره کولو په موخه کابل ښار ته رالېږل شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنيت عمومي رياست منسوبينو د تلې به ١٢مه د حقاني شبکې اړوند دوه ځانمرګي په کابل کې د ځانمرګي بريد له ترسره کولو مخکې نيولي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن