ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يواځې د پېښور رحمان روغتون ته د مياشتې ٦زره افغانان مراجعه کوي

يواځې د پېښور رحمان روغتون ته د مياشتې ٦زره افغانان مراجعه کوي

author avatar
7 Oct 2015 - 12:56
يواځې د پېښور رحمان روغتون ته د مياشتې ٦زره افغانان مراجعه کوي
author avatar
7 Oct 2015 - 12:56

پېښور (پژواک، ١٥ تله ۹۴): په افغانستان کې د ناروغانو د ناسم تشخيص او ډاډمنې درملنې د نه شتون له امله يواځې د رحمان په نوم د پېښور يوه روغتون ته د مياشتې څه باندې ۶زره افغان ناروغان مراجعه کوي .

د پژواک خبريال چې له ياد روغتونه يې د يوه ژورنالېستکي سفر په ترڅ کې ليدنه کړې وايي، که حکومت په هېواد کې دننه د هېوادوالو روغتيا ته په جدي توګه پاملرنه ونه کړي نو د افغانانو روغتيايي ستونزې به له هېواده بهر هم په ډېر لګښت هوارې نه شي.

رحمان روغتون چې د نورو ناروغيو تر څنګ د زړه ناروغيو او جراحۍ عملياتو په برخه کې هم مشهور دى، د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې يو له هغو روغتونونو دی چې د افغانستان له بېلابېلا ولايتونو ورته د ورځې په سلګونو ناروغا ن ور وړل کېږي.

د رحمان روغتون تر څنګ د نارتويست او يو شمېر نور روغتونونه هم شته چې ورته زيات شمېر افغان ناروغان ور وړل کېږي.

د رحمان روغتون رييس‌ محمد طارق پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره مياشت څه باندې ۶زره افغان ناروغان دغه روغتون ته ور وړل کېږي.

هغه زياته کړه چې له يادو ناروغانو يې کم تر کمه ۲زره د بستر وړ وي او نور يې له درملنې وروسته رخصت کېږي .

 

ناروغان او پايوازان

په رحمان روغتون کې يو شمېر افغان ناروغان او د هغوی پايوازان وايي چې په افغانستان کې د ناروغيو د نه تشخيص او بې کيفيته درملو له امله اړ دي چې هر ډول ستونزې پر ځان ومني او تر دغه روغتون پورې ځان را ورسوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.