ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګانو د انګورو حاصلات ١٧ سلنه ډېر شوي

د سمنګانو د انګورو حاصلات ١٧ سلنه ډېر شوي

author avatar
7 Oct 2015 - 16:02
د سمنګانو د انګورو حاصلات ١٧ سلنه ډېر شوي
author avatar
7 Oct 2015 - 16:02

ايبک (پژواک، ١٥ تله ٩٤): سږ کال د تېر کال په پرته په سمنګانو کې د انګورو حاصلات ١٧ سلنه لوړ شوي خو بيه يې ٣٣ سلنه را غورځېدلې ده.

د سمنګان د کرنې ادارې د کرنيزو چارو امر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په نورو سيمو کې د انګورو تاکونه کم دي، خو د دغه ولايت د فيروز نخچير او حضرت سلطان ولسوالۍ د انګورو د ١٢٠٠ هکتاره باغونو په درلودو سره، په دغه ولايت کې د انګورو تر ټولو ډېر تاکونه لري.

د دې دوو ولسواليو انګور بهرنيو هېوادونو او نورو ولايتونو ته صادرېږي، خو د دغه ولايت د نورو سيمو انګورو په خپلو سيمو کې مصرفېږي.

 نورمحمد زياته کړه چې د کرنې ادارې څېړنې څرګندوي چې سږ کال په يادو دوو ولسواليو کې د انګورو حاصلات څه باندې اووه زره ټنه وو، په داسې حال کې چې دا شمېره تېر کال شاوخوا شپږ زره ټنه وه.

د کرنيزو چارو امر د پاکستان له خوا د افغانستان پر مېوو د لوړ ګمرکي محصول وضع کول د انګور د بيې غورځېدو يو لامل بولي، ځکه چې د ده په خبره، د دغه ولايت د انګورو اويا سلنه محصولات پاکستان ته صادرېږي. هغه وويل چې سوداګر د انګورو د محصول لوړېدو په سبب انګور ارزانه پېري.

خو په سمنګانو کې د انګورو يوه سوداګر حاجي امرالله وويل چې د پاکستان د ګمرکي محصول د لوړېدو تر څنګ، له تاجکستان نه د زياتو انګورو واردېدل او او په هېواد کې په ځانګړي ډول کندوز کې د نا امنيو ډېروالى په دغه ولايت کې د انګورو په بيو کې د کمښت سبب شوى.

د ده په خبره، په داسې حال کې چې د هېواد انګور لوړ کيفيت لري او د سمنګانو حسيني او تايفي انګورو نړيوال نوم ګټلى، خو بيا هم د تاجکستان انګور هېواد ته واردېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې په روان کال کې يې څه باندې لس زره کرېټه سمنګاني انګور کابل او پاکستان ته صادر کړي او امکان لري چې د انګورو د فصل تر پايه پورې دا شمېر دېرش زره کارتنو ته لوړ شي.

هغه هم زياته کړه چې د پاکستان له خوا د ګمرکي محصول لوړول او په هېواد کې په ځانګړي ډول کندوز کې د نا امنيو ډېروالى په دغه ولايت کې د انګورو په بيو کې د کمښت سبب شوى دى.

محب الله له حکومت وغوښتل چې انګورو ته يې دې د پاکستان پر ځاى په نورو هېوادونو کې بازارموندنه وکړي.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو لکه غزني، پروان، هرات او نورو ... کې د لسګونو ډوله انګورو بڼونه شتون لري. د افغانستان انګور نړيوال نوم لري او ددې هېواد له مهمو صادراتو څخه دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.