ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار پر غورک ولسوالۍ جګړه روانه ده

د کندهار پر غورک ولسوالۍ جګړه روانه ده

author avatar
7 Oct 2015 - 18:28
د کندهار پر غورک ولسوالۍ جګړه روانه ده
author avatar
7 Oct 2015 - 18:28

کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده چې مرګ ژوبله هم په کې اوښتې ده.

د غورک ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو له سهار راهيسې له دريو لورو (د خاکرېز له لام سيمې، له ميوند ولسوالۍ او د هلمند له سنګين ولسوالۍ) د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.

سرچينې زياته کړه، د دې تر څنګ لسګونو وسله والو د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ پر ودانيو هم بريدونه پيل کړل چې د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.

د سرچينې په وينا، تر دې مهاله په جګړه کې څلور وسله وال مخالفين او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

دى وايي، د ملي اردو هوايي ځواکونو هم پر وسله والو مخالفينو بريدونه کړي او د هغوى بريدونه يې پر شا تمبولي دي.

ياده سرچينه زياتوي چې کېداى شي د هوايي بريدونو په پايله کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وي، خو هغوى ته يې په اړه کره معلومات نشته.

هغه دا هم وويل چې په غورک کې مخابراتي خدمات په ټپه درېدلي؛ ځکه وسله والو مخالفينو د خپلو بريدونو پر مهال په دې ولسوالۍ کې د افغان بېسيم مخابراتي شرکت يوازينۍ پايه ويشتلې ده.

د همدې ولسوالۍ يوې بلې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو ځکه له دريو خواوو پر دې ولسوالۍ پراخ بريدونه کړي چې غوښتل يې دغه ولسوالي سقوط کړي.

خو هغه وويل، ملي اردو او ملي پوليسو د ځمکنيو عملياتو تر څنګ د چورلکو په وسيله هوايي بريدونه پيل کړي او وسله وال يې ځپلي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک په غورک ولسوالۍ کې جګړه تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د جګړې په پايله کې د وسله والو مخالفينو بريدونه پر شا تمبول شوي او اوسمهال وسله وال مخالفين له لرې واټن څخه د پوليسو او امنيتي ځواکونو پر پوستو ډزې کوي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د غورک د جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.