ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو په ننګرهار کې يو ديني عالم وژلى

وسله والو په ننګرهار کې يو ديني عالم وژلى

author avatar
7 Oct 2015 - 12:13
وسله والو په ننګرهار کې يو ديني عالم وژلى
author avatar
7 Oct 2015 - 12:13

جلال اباد (پژواک، ١٥ تله ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په ننګرهار ولايت کې يو ديني عالم وژلى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د سهار اووه بجې د بټي کوت ولسوالۍ د څلورم فارم په سيمه کې د مولوي ګل اغاجان په نوم يو ديني عالم وژلى دى.

د نوموړي په وينا، دغه ديني عالم په دولت کې کومه دنده نه لرله، د بټي کوټ په يوه ديني مدرسه کې يې تدريس کاوو.

خو يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، ويلي چې دغه ديني عالم د داعش وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د بټي کوټ ولسوالۍ يو اوسېدونکى ګل محمد وايي چې مولوي ګل اغا جان د ولسوالۍ له څلورم فارم څخه د بازار پر لور چېرې يې چې مدرسه ده، روان و، چې په لاره کې د وسله والو له لوري ووژل شو.

هغه زياتوي چې نوموړى ډېر ښه انسان و، په خپله مدرسه کې يې د تدريس تر څنګ د قران کريم ژباړه هم کوله او له هېڅ ډلې سره يې تړاو نه درلود.

د نوموړي په وينا، هغه يو رښتينى عالم و، د دولت تر څنګ يې پر وسله والو هم نيوکې کولې، خو په سياست کې يې کار نه لاره.

د يادونې ده، په دې وروستو کې د داعش وسله والې ډلې د ننګرهار د دينې عالمانو د ترور پېښې زياتې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.