د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يواځې د پېښور رحمان روغتون ته د مياشتې ٦زره افغانان مراجعه کوي

يواځې د پېښور رحمان روغتون ته د مياشتې ٦زره افغانان مراجعه کوي

Oct 07, 2015 - 12:56

پېښور (پژواک، ١٥ تله ۹۴): په افغانستان کې د ناروغانو د ناسم تشخيص او ډاډمنې درملنې د نه شتون له امله يواځې د رحمان په نوم د پېښور يوه روغتون ته د مياشتې څه باندې ۶زره افغان ناروغان مراجعه کوي .

د پژواک خبريال چې له ياد روغتونه يې د يوه ژورنالېستکي سفر په ترڅ کې ليدنه کړې وايي، که حکومت په هېواد کې دننه د هېوادوالو روغتيا ته په جدي توګه پاملرنه ونه کړي نو د افغانانو روغتيايي ستونزې به له هېواده بهر هم په ډېر لګښت هوارې نه شي.

رحمان روغتون چې د نورو ناروغيو تر څنګ د زړه ناروغيو او جراحۍ عملياتو په برخه کې هم مشهور دى، د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې يو له هغو روغتونونو دی چې د افغانستان له بېلابېلا ولايتونو ورته د ورځې په سلګونو ناروغا ن ور وړل کېږي.

د رحمان روغتون تر څنګ د نارتويست او يو شمېر نور روغتونونه هم شته چې ورته زيات شمېر افغان ناروغان ور وړل کېږي.

د رحمان روغتون رييس‌ محمد طارق پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره مياشت څه باندې ۶زره افغان ناروغان دغه روغتون ته ور وړل کېږي.

هغه زياته کړه چې له يادو ناروغانو يې کم تر کمه ۲زره د بستر وړ وي او نور يې له درملنې وروسته رخصت کېږي .

 

ناروغان او پايوازان

په رحمان روغتون کې يو شمېر افغان ناروغان او د هغوی پايوازان وايي چې په افغانستان کې د ناروغيو د نه تشخيص او بې کيفيته درملو له امله اړ دي چې هر ډول ستونزې پر ځان ومني او تر دغه روغتون پورې ځان را ورسوي .

د محمد ظاهر په نوم يو سپين ږيري ناروغ چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی و، د رحمان روغتون په بستر کې پژواک اژانس ته وويل: ((د ګردو ناروغي لرم، په جلال اباد کې مې ډېره دوا وکړه خو فايده يې ونه کړه بيا اړ شوم چې دلته راشم.))

د هغه په وينا، په دغه روغتون کې تشخيص او دوا دواړه يې ښه دي خو د هغو خلکو لپاره چې اقتصاد يې ښه وي، نه د ده په څېر بې وسه ناروغ لپاره.

ده زياته کړه چې په دغه روغتون کې معاينات کول او بستر کېدل د پيسو په زور دي .

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالمالک چې رحمان روغتون ته يې خپله ۱۲کلنه ورېره د درملنې په موخه راوستلې وه، پژواک اژانس ته وويل، که څه هم چې غريب دی او پيسې نه لري خو له مجبوريته دلته راغلی؛ ځکه چې په کابل کې يې ټولې پيسې په ډاکترانو ولاړې، خو درملنه او درمل يې هېڅ ګټه ونه کړه .

ده زياته کړه چې په کابل کې د ډاکترانو خبره يوه نه ده، مرض هم سم نه شي تشخيصولی، خو دلته که څه هم لګښت زيات دی خو تشخيص او درمل يې سم دي .

د جميل په نوم د يوه ناروغ پايواز چې د هرات ولايت اوسېدونکی دی، پژواک ته وويل، څوک چې د رحمان روغتون ته راتګ غواړي، نو لومړى دې د خپل جېب حالت ګوري.

هغه زياته کړه: ((دلته لابراتواري او نور معاينات ډېر ګران دي، د بستر او عملياتو پيسې هم ډېرې دي، هسې نه څوک راشي او بيا دلته د نورو احتياج شي.))

د افغان ناروغانو لويې ستونزې

په دغه روغتون کې ډېرى ناروغان په ژبه د نه پوهېدو، د پوليسو له خوا د ځورولو، د قانوني اسنادو له نه شتون، د موټرو او اوسېدو د ځايونو د لوړو کرايو، په روغتون کې د کمېشنکاريو او له ډاکترانو د پيسو په بدل کې د نوبت اخيستل او روغتون کې د پايوازانو لپاره د مناسب ځای د نه شتون له ستونزو سره مخ دي.

د حميد په نوم د مزارشريف ښار يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، د دغه روغتون له انګړ څخه چې ووتې بيا پوليسو وخته نيولی يې .

هغه زياته کړه: ((نه اسناد لرم او نه په ژبه له دوی سره پوهېږم، که ډېرې پيسې راوړو پوليس يې راڅخه اخلي او که يې نه راوړو نو دلته مو هره لحظه په کارېږي.))

د محمد رسول په نوم پايواز چې د ميدان وردګو اوسېدونکی دى، پژواک ته وويل چې دغه روغتون د ورځې په ميليونونو کلدارې اخلي خو د پايوازانو لپاره د اوسېدو سم ځای نه لري.

بله ستونزه دا ده چې په روغتون کې د ډوډۍ، ټيلېفون او نورو د اړتيا وړ شيانو بيه ډېره لوړه ده، خو دوى اړ دي چې ترلاسه يې کړي؛ ځکه له روغتونه بهر د پوليسو له وېرې نه شي وتلی.

د يوسف په نوم د شبرغان ولايت يوه اوسېدونکي چې له خپل يوه ناروغ سره دغه روغتون ته راغلی، پژواک ته وويل چې ځيني کسان د ډاکترانو د نوبت نومرې د زرکلدارو په بدل کې خرڅوي او ځيني ترجمانان کمېشنکاري هم کوي او له ناروغانو په يوه او بل نامه پيسې اخلي.

خو هغه د روغتون د ډاکترانو او کارمندانو له رويې او برخورد څخه ډېر خوښ و او ويل يې چې په ډېره سړه سينه زموږ خبره اوري او په خوږه ژبه ځواب راکوي .

د رحمان روغتون مسوولين

د رحمان روغتون مسوولين د يادو ناروغانو او د هغوی د پايوازانو ځينې ستونزې مني خو وايي چې له مخکې کلونو څخه يې اوس ستونزې ډېرې کمې شوې او د دوی درملنې ته سالم چاپېريال برابر شوی دى .

د دغه روغتون رييس طارق خان پژواک اژانس ته وويل چې پخوا به پوليسو له روغتون څخه بهر د ناروغانو پايوازان ځورول او پيسې به يې ترې اخيستې چې په دې اړه يې څو ځلې د پېښور له پوليسو سره خبره کړې او اوس دغه ستونزه تر ډېره بريده هواره شوې ده.

دغه راز هغه په روغتون کې د کمېشنکارانو شتون او له ناروغانو څخه په يوه او بل نوم د ځينو کسانو له لوري د پيسو اخيستل رد نه کړل، خو ويې ويل چې په دې نږدې وختونو کې يې د روغتون هغه نهه کسان له دندې لرې کړل چې له افغان ناروغانو يې په ناقانونه توګه په بېلابېلو نومونو پيسې اخيستې .

د هغه په وينا، په دغسې کار به د روغتون د هېڅ کارمند پروا ونه ساتي او د ناروغانو له پايوازانو څخه يې وغوښتل چې که له دغسې کسانو سره مخ کېږي نو په روغتون کې د دې ستونزو د شريکولو لپاره دوی يوه څانګه لري، هلته دې مراجعه وکړي .

د روغتون يوه افغان کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شر‌ط پژواک اژانس ته وويل چې په کمېشنکارۍ، د ډاکتر د نوبت نومرې په لوړه بيه خرڅولو او له ناروغانو څخه په نورو نومونو پيسې اخيستو کې په خپله افغانان لاس لري او د دوى له مجبوريته ناوړه ګټه اخلي.

سرچينې زياته کړه چې روغتون ته د زياتو شکايتونو له امله تر ډېره بريده اوس د دې ډول ستونزو مخه نيول شوې او روغتون هم جدي هڅې کوي.

د هغه په وينا، که چېرې د روغتون کوم کارمند له ناروغانو د ناقانونه پيسو په اخيستو وليدل شي نو سمدلاسه له دندې ګوښه کېږي.

رحمان روغتون ته کوم ناروغان مراجعه کوي؟

د رحمان روغتون ډاکتران وايي، دوی ته چې د مياشتې څه باندې شپږ زره ناروغان مراجعه کوي ډېرى يې يې د زړه، معدې، زېړي، سرطان، نسايي او ولادي ناروغيو، اعصابو د هډوکو او ګردو او په ځينو نورو ناروغيو اخته کسان وي .

د دغه روغتون د اورتوپيدي څانګې ډاکتر عتيق الرحمن پژواک ته وويل چې ډېری د هغو افغان ناروغان درملنه کوي چې د موټرو په ټکر او چاودنو کې يې د وجود هډوکي مات شوي وي.

دغه ډاکتر په ډېرې خواشينۍ سره وويل چې د اورتوپيدي په برخه کې اوس د هغو ناروغانو شمېر زيات شوی چې د لايزريز توغنديو او بمونو په چاودنو کې ټپيان شوي.

ډاکتر عتيق الرحمن وايي، نه يواځې د دغه ډول ټپيانو درملنه پېچلې ده، بلکې درملنه يې ډېر لګښت او زيات وخت نيسي.

په رحمان روغتون کې يو شمېر افغانان هم په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي، د دغه روغتون يوې افغانې ډاکترې خالدې پژواک اژانس ته وويل، د افغانانو له ناروغيو او ناروغانو ډېره ځورېږي؛ ځکه چې يو خو دوى نابلده وي، په ژبه نه پوهېږي او ډېرى يې پيسې هم نه لري.

هغې د افغانستان له کورنيو وغوښتل چې د کورنۍ د غړو د ناروغېد و په صورت کې دې غفلت نه کوي او همالته دې په هېواد کې دننه تر ټولو نږدې روغتيايي مرکز او يا متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړي چې ناروغي يې په لږ وخت کې او په لږو پيسو درملنه شي.

ډاکتر خالده وايي: ((که داسې ونه کړي نو بيا به وروسته د نورو ستونزو د ګاللو تر څنګ ډېر لګښته ته هم اوږه ورکوي.))

نوموړې زياته کړه، يو شمېر داسې کسان هم ورته مراجعه کوي چې کومه جدي ستونزه نه لري او په افغانستان کې يې په اسانۍ او کم لګښت سره درملنه هم کېږي خو اندېښنه يې تر دې ځايه را رسوي او بې ځايه لګښت کوي.))

ډاکتره خالده افغانانو ته مشوره ورکړه چې د انرژيو او نوشابو له زياتو څښلو څخه ډډه وکړي ځکه چې د دې په وينا، ډېرى ناروغۍ له همدې پيدا کېږي.

مسوولين په ياد روغتون کې موجود ډاکتران او وسايل د سيمې په کچه پرمختللي بولي او مني چې خدمات يې د لوړ لګښت په بدل کې وړاندې کېږي خو زياتوي چې دا شخصي روغتون دی او لوړ لګښتونه د همدې ناروغانو د درملنې له لارې پوره کوي .

دوی وايي چې په روغتون کې تل له ناداره ناروغانو سره د لګښتونو په برخه کې مرسته کوي او يوه اندازه پيسې ورته معاف کوي.

وړانديزونه :

په رحمان روغتون ناروغانو د افغانستان له حکومته غوښتل چې د دوى روغتيايي ستونزو ته رسېدنه او په هېواد کې دننه ورته د با کيفيته درملنې اسانتياوې برابرې کړي.

دوى زياتوي چې حکومت دې په کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار او هرات ولايتونو کې د رحمان په څېر ستر مجهز دولتي او يا خصوصي روغتونه جوړ کړي تر څو هېوادوال بهرنيو هېوادونو ته په لوړ لګښت له درملنې را وګرځي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan