ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بارک اوباما د کندوز پر روغتون د بمبارۍ له امله بښنه وغوښته

بارک اوباما د کندوز پر روغتون د بمبارۍ له امله بښنه وغوښته

author avatar
8 Oct 2015 - 10:57
بارک اوباما د کندوز پر روغتون د بمبارۍ له امله بښنه وغوښته
author avatar
8 Oct 2015 - 10:57

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د امريکا ولسمشر بارک اوباما په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د دوى د ځواکونو له خوا پر شوي هوايي بمبار بښنه غوښتې ده.

د وسله والو طالبانو له خوا د تلې په ٦مه د کندوز ښار تر نيول کېدو څو ورځې وروسته امريکايي ځواکونو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ډاکترانو او ناروغانو په ګډون ٢٢ تنه ووژل شول او ٣٧ نور ټپيان شول.

امريکا منلې چې د دغه بريد په ترسره کولو ترې تېروتنه شوې او د بشپړو رڼو پلټنو ترسره کېدو ډاډ يې ورکړى دى.

افغان حکومت ادعا کړې چې له روغتون څخه وسله والو پر دوى ډزې کولې او امريکا ويلي چې د افغان ځواکونو په غوښتنه يې دغه بريد ترسره کړى دى.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان پرون ويلي وو، د کندوز پر روغتون د هوايي بريد پر مهال امريکايي ځواکونو لويه تېروتنه کړې ده.

په واشنګټن کې د  سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ د تلې په ١٦مه خبريالانو ته وويل چې ولسمشر بارک اوباما تېره شپه د بې پولې ډاکترانو نړيوال تنظيم له مشر جون ليو او د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ټيلېفوني خبرې وکړې او پر يادې پېښې يې بښنه وغوښته.

هغه زياته کړې چې ولسمشر اوباما دغه راز د دغو اړيکو پر مهال د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي او غمرازي هم څرګنده کړه.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، ولسمشر اوباما د بې پولې ډاکترانو تنظيم مشر ته ډاډ ورکړى چې د دفاع وزارت په دې اړه رڼې او خپلواکې پلټنې پيل کړې دي.

ارنسټ ويلي: ((په دې پېښه کې تېروتنه شوې، امريکا د دې پېښې مسووليت پر  غاړه اخلي.))

د هغه په وينا، ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د دې پېښې سمه څېړنه او پلټنه وشي، څو معلومه کړي چې اصلي پېښه څنګه او ولې رامنځته شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.