خوست ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د مرکزي زندان د ساتنې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي او په هر ډول امنيتي شرايطو کې به له زندان څخه ساتنه وکړي.
وروسته له هغه د لوړپوړو دولتي چارواکو پام د هېواد زندانونو ته ډېر شوی چې د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو په پايله کې د غزني او کندوز له زندانونو څخه سلګونه زندانيان خوشي شول.
په همدې لړ کې د خوست والي حکم خان حبيبي وايي چې د دغه ولايت مرکزي زندان ته يې پاملرنه ډېره کړې او د دولت د وسله والو مخالفينو د هر ډول احتمالي بريد د مخنيوي په اړه يې تدابير سخت کړي دي.
والي حبيبي له ياد زندانه د ليدنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل: "د زندان د امنيتي پوښښ لپاره ډېر ښه تدابير نيول شوي او د امنيتي ارګانونو له مسوولينو سره منظمې ناستې لرو."
هغه وايي چې نوې پوستې جوړې شوې او د پوليسو ګزمې هم زياتې شوې دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم وايي چې د مخکې په پرتله يې د زندان امنيت ته پاملرنه زياته کړې او شاوخوا يې د امنيتي پوستو شمېر ډېر کړى دى.
نوموړي پژواک ته وويل: "څومره چې زموږ مسووليت دی، پر زندان مو پام دی. موږ هېڅ ډول مشکل نه لرو او ټولو ته ډاډ ورکوو چې ټول کارونه به د قانون مطابق مخې ته ځي."
په همدې حال کې د ياد زندان امر سمونوال عبدالرحمن صافي پژواک اژانس ته وويل چې د زندانيانو د اصلاح او روزنې لپاره په زندان کې دننه د ښوونې او روزنې ځيني پروګرامونه هم لري.
هغه دغه راز وويل، د ځينو حرفوي زده کړو زمينه يې هم ورته برابره کړې چې د کار په بدل کې يې يوه اندازه ټاکل شوې وجوره هم ترلاسه کوي.
نوموړي زياته کړه: "صنعتي بخش مو فعال دی، زندانيان په خپل کار مشغول دي، تعليم او تربيه دوام لري، له لومړي ټولګي نه تر دوولسم ټولګي پورې منظم تدريس ورکول کېږي او د قران کريم حفظ هم کوي."
د رسمي شمېر له مخې، دا مهال د خوست په مرکزي زندان کې د ۳ ښځو په ګډون ۴۸۲ تنه زنداني دي چې د جنايي، حقوقي او سياسي جرمونو په تور نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن