ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې ٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ميدان وردګو کې ٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Oct 2015 - 17:01
ميدان وردګو کې ٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Oct 2015 - 17:01

ميدان ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې د دولت ١٢وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونه وسله والو مخالفینو غوښتل د چک ولسوالۍ په مقام او یو شمېر پوستو بریدونه وکړي.

خوږياڼى وايي چې دغو مخالفینو ته د ملي اردو سرتېرو له لوري د چک ولسوالۍ په دوران خېل، بیکسمند دره، نورخېل او علیشې سیمو کې کمینونه نیول شوي وو.

هغه وايي چې په يادو سيمو کې د ملي اردو د سرتېرو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته شوې چې له امله يې د  يو قوماندان په ګډون ١٢وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېري هم ټپې شوى دى.

همدا راز خوږياني وويل چې د سیداباد ولسوالۍ په شش ګاو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې نښته کې یو ۱۸ کلن وسله وال مخالف چې رحمت الله نومېده، وژل شوى دى.

ده وويل چې په دې نښته کې هم د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی چې د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوى دى.

وسله والو طالبانو د يادو نښتو په اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د سيداباد ولسوالۍ په باقرخېلو سيمه کې طالبانو د ملي اردو يو ټانګ پر ماين الوځولى دى.

هغه وايي چې په ټانګ کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي خو کره شمېر يې نه دى په ډاګه کړى.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.