ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوى ښاروال: د کندهار ښار د معياري کېدو لپاره به ځيني پلانونه عملي کړم

نوى ښاروال: د کندهار ښار د معياري کېدو لپاره به ځيني پلانونه عملي کړم

author avatar
8 Oct 2015 - 16:55
نوى ښاروال: د کندهار ښار د معياري کېدو لپاره به ځيني پلانونه عملي کړم
author avatar
8 Oct 2015 - 16:55

کندهار  (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د کندهار نوى ښاروال وايي چې ناامني، ټيټ ښاري اقتصاد، غير پلاني ساحې او نامتوازنه پرمختيا د کندهار ښاروالۍ عمده ستونزې دي.

هغه وايي، غير پلاني ساحې، نامتوازنه ښاري پرمختيا، ټيټ ښاري اقتصاد، کم عوايد، چټل چاپېريال، د کرنيزو سيمو لاندې کول او بالاخره د ښاروالۍ او اړوندو نورو ارګانونو تر منځ کمزورې همغږي د کندهار ښاروالۍ عمده ستونزې دي، چې اصلاح او سمون ته اړتيا لري.

د کندهار نوي ښاروال انجنير  روښان ولسمل دغه څرګندونې د تلې په ١٦مه په هغې غونډه کې وکړې چې ښاريانو ته د هغه د ور پېژندلو په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې له کابل څخه راغلي د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو مسوول عبدالباقي پوپل، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، پخواني ښاروال محمد عمر عمر، يو شمېر نورو چارواکو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړى و.

په پيل کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وينا وکړه او ويې ويل، کندهار ښار د تېرو څو لسيزو جګړو او ګڼو نورو ستونزو له امله، خپله معياري بڼه او ښکلا له لاسه ورکړې، چې له همدې امله د ښار اوسېدونکي له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زياته کړه، نوى ښاروال بايد د کندهار ښار د معياري کېدو او ښکلا په موخه خپل لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ او عملي کړي.

ده خبر ورکړ چې په نږدې ورځو کې به د کندهار ولايت لپاره مشورتي بورډ او د ښاروالۍ لپاره انجمن جوړ کړې، څو په چارو کې خلکو ته د اشتراک زمينه برابره ښي او ټولې چارې د هغوى تر نظر لاندې تر سره شي.

عزيزي زياته کړه: ((له دې وروسته به والي، ښاروال، امنيه قومندان او نور مسوولين ولس ته ځواب ويونکي وي؛ ولس بايد د نيوکې او انتقاد کولو جرئت پيدا کړي او په دې توګه د خلکو او ادارې په مناسباتو کې تعادل رامنځ ته شي.))

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو عمومي رييس عبدالباقي پوپل، د کندهار له خلکو وغوښتل چې له نوي ښاروال سره په عمل کې همکاري وکړي، څو د ښار څېره بدله شي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.

هغه وويل، سالمه حکومتولي، په شفافه بڼه د عوايدو راټولول، د اړوندې ادارې د کارکوونکو د وړتياوو لوړول او نور هغه اساسي چارې دې، چې نوى ښاروال يې بايد تر سره کړي.

د کندهار پخواني ښاروال محمد عمر عمر د خپلو کړو کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، څلور کاله مخکې يې په ډېرو سختو شرايطو کې د کندهار د ښاروال په توګه دنده پيل کړه.

هغه زياته کړه، په دې موده کې يې ډېره پاملرته زېربنا، د غاصبينو مخنيوي، د عوايدو لوړوالي، خدماتو رسولو، د ښاري پلان تطبيق، د چاپېريال پاکوالي او نورو ته وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.