ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بګرام کې د پوليسو يو متقاعد افسر ووژل شو

په بګرام کې د پوليسو يو متقاعد افسر ووژل شو

author avatar
10 Oct 2015 - 13:28
په بګرام کې د پوليسو يو متقاعد افسر ووژل شو
author avatar
10 Oct 2015 - 13:28

چاريکار (پژواک، ١٨ تله ٩٤): وسله والو د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په قلندرخېلو سيمه کې د پوليسو يو متقاعد افسر پر ډزو وژلى دى.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى افسر سمونوال  محمدعارف تېر ماښام په خپل باغ کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ووژل شو.

ده وويل چې بريدکوونکي تښتېدلي او د پېښې پر تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو د پوليسو پلټڼې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، محمدعارف ٦٧ کلن و او شاوخوا څلور کاله مخکې تقاعد شوى و.

د محمدعارف د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.