چاريکار (پژواک، ١٨ تله ٩٤): وسله والو د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په قلندرخېلو سيمه کې د پوليسو يو متقاعد افسر پر ډزو وژلى دى.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى افسر سمونوال محمدعارف تېر ماښام په خپل باغ کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ووژل شو.
ده وويل چې بريدکوونکي تښتېدلي او د پېښې پر تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو د پوليسو پلټڼې روانې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، محمدعارف ٦٧ کلن و او شاوخوا څلور کاله مخکې تقاعد شوى و.
د محمدعارف د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن