ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست کې ٥٠٠ ميليونه افغانۍ اختلاس شوى

د هلمند د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست کې ٥٠٠ ميليونه افغانۍ اختلاس شوى

author avatar
11 Oct 2015 - 15:49
د هلمند د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست کې ٥٠٠ ميليونه افغانۍ اختلاس شوى
author avatar
11 Oct 2015 - 15:49

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ تله ۹۴): د هلمند ولايت د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست څلور کار کوونکي د څلور سوه ميليونه افغانيو او يونيم ميليون ډالرو د اختلاس په تور نيول شوي دي.

په هلمند ولايت کې د کورنیو چارو وزارت د کشف سيمه ييز مشر لومړي څارن عبدالظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى ځانګړو مسوولينو پرون د کار، ټولنیزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست څلور کارکوونکي د اختلاس په تور نيولي دي.

هغه وايي چې يادو کسانو د (اېم سي) په نوم په يوه پروژه کې او د شهيدانو او معلولينو کورنيو د حقوقو له برخې د څلور سوه ميليونه افغانيو او نيم ميليون ډالرو اختلاس کړى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه پيسې د اېم سي پروژې او د شهيدانو د کورنيو او معلولينو په نوم را ايستل شوې دي خو د دغه رياست چارواکو خپلو جېبونو ته اچولې دي.))

هغه وايي چې يادو کسانو له دغو پيسو د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته هم برخه ورکړې ده.

ده د بېلګي په توګه وويل چې د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس د شهيد او معلول په نوم د پيسو را اخيستلو ٢٠٠ کارتونه لري.

دى وايي: ((د دغه رياست د يو امر لور يوازې پنځوس کارتونه لري او هر مامور يې هم لس لس کارتونه لري.))

هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل چې يو شمېر چارواکي پر دوى فشار راوړي تر څو نيول شوي کسان بېرته خوشي کړي.

دغه راز معلول نظرخان پژواک ته وويل: ((دا څو کاله کېږي چې د دغه رياست چارواکي د شهيد او معلول په نوم پيسې ترلاسه کوي، د دغه رياست هر کارکوونکي ځان ته لوړې لوړې ودانۍ رغولې دي خو زموږ حقوق نه راکوي.))

د بس بي بي په نوم یوې ښځې چې څلور کاله وړاندې يې خاوند وژل شوى پژواک ته وويل: ((څلور کاله کېږي چې خاوند مې وژل شوې دى، وثيقه مې جوړه کړې خو تر اوسه مې پيسې نه دې ترلاسه کړي.))

خو د هلمند ولايت د کار، ټولنیزو چارو شهيدانو او معلولينو رييس محمد نادر وطنوال په دې اداره کې اداري فساد په کلکه ردوي.

هغه زياته کړه: ((موږه د شهيدانو ورثه او معلولينو ته د بانک له لارې پيسې ورکوو نو په دغه کار کې اداري فساد او يا هم اختلاس ناشونى دى.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.