ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ګمرک عوايد ٨٣ سلنه لوړ شوي

د کندهار د ګمرک عوايد ٨٣ سلنه لوړ شوي

author avatar
11 Oct 2015 - 11:06
د کندهار د ګمرک عوايد ٨٣ سلنه لوړ شوي
author avatar
11 Oct 2015 - 11:06

کندهار (پژواک، ٢٣ تله ٩٤): د کندهار ولايت د ګمرک رياست وايي چې د تېر کال په پرتله يې عوايد ٨٣ سلنه لوړ شوي دي.

د کندهار د ګمرک رييس صالح محمد نېکزاد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په داسې حال کې چې د مالي کال پوره کېدو ته لا دوه نيمې مياشتې پاتې دي، نه يواځې د تېر کال په پرتله، بلکې د ماليې وزارت له خوا تر ټاکل شوي هدف يې هم زيات عوايد راغونډ کړي دي.

نېکزاد چې شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې د کندهار د ګمرک د رييس په توګه ټاکل شوى، وايي: ((سږ کال د کندهار ګمرک ته د ماليې وزارت له خوا ٢ ميليارده او ٧ سوه ميليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى، خو هغوى د روان لمريز کال د وږي تر مياشتې- چې د کال پوره کېدو ته درى مياشتې لا پاتې دي- ٢ ميليارده او ٨٨٤ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.))

هغه دغه راز زياته کړه، د کندهار ګمرک تېر کال تر همدې نېټې يو ميليارد او ٥٧٣ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي وو چې د سږ کال له نهو مياشتو سره يې توپير يو ميليارد او ٣١١ ميليونه افغانۍ دى.

د ده په خبره، په ټوليزه توګه د تېر کال په پرتله د کندهار د ګمرک عوايد ٨٣ سلنه لوړ شوي چې لامل يې په اداره کې اصلاحات دي.

نېکزاد وويل، له هغه وروسته چې د کندهار د ګمرک د رييس په توګه يې دنده پيل کړې، د وارداتي توکو د جنس د تثبيت او له ټاکل شوي کوډ سره سم د ماليې اخيستلو په برخه کې يې جدي اصلاحات راوستلي دي.

هغه زياته کړه، له دې مخکې چې به کوم توکي له بهر څخه را واردېدل له موټرو څخه به ټول نه تخليه کېدل، خو د دې لپاره چې دقيقه ماليه واخيستل شي په توکو بار موټر تخليه کوي او د جنس تر تثبيت وروسته ورته له ټاکل شوي کوډ سره سمه ماليه ټاکي.

هغه دغه راز په اداره کې د خپلسريو او فساد د مخنيوي په برخه کې هم د خپلو اقداماتو يادونه وکړه او ويې ويل چې په اداره کې يې د ونډې اخيستو مخنيوى کړى دى.

نوموړي د بېلګې په توګه هغه لسګونه کارګر ياد کړل چې د ماليې د وضع کېدو پر مهال به يې له موټرونو څخه مالونه تخليه کول او بيرته لوډ کول، د دې پر ځاى چې هغوى خپل مزد ترلاسه کړي پيسې يې د نورو تر منځ وېشل کېدې.

دى وايي، د دې او ورته نورو دېرو خپلسريو او فساد مخنيوى کړى او لا هم هڅه کوي چې د دغه راز کړنو مخه ونيول شي او په اداره کې اصلاحات راشي.

نوموړي له ماليې ورکولو څخه د تېښتې په برخه کې د يو شمېر قاچاق لارو يادونه هم وکړه چې په دې وروستيو کې يې د سرحدي ځواکونو په مرسته تر کنټرول لاندې راوستي.

دى وايي، هغه کسان چې له ماليې ورکولو څخه د تېښتې په نيت خپل اجناس د عمومي لارې پر ځاى پر فرعي لارو راوړي، د سرحدي ځواکونو له خوا تر نيول کېدو وروسته ګمرک ته راوستل کېږي او په ماليې ورکولو مجبور کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.