ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

همدرد: د کندوز د سقوط اصلي لامل تنظيمي ملېشې دي

همدرد: د کندوز د سقوط اصلي لامل تنظيمي ملېشې دي

author avatar
11 Oct 2015 - 14:40
همدرد: د کندوز د سقوط اصلي لامل تنظيمي ملېشې دي
author avatar
11 Oct 2015 - 14:40

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٤): سياسي مشر جمعه خان همدرد وايي، تنظيمي ملېشې او اربکيان چې د ولس او دولت تر منځ يې واټڼ پيدا کړى، د کندز ولايت د سقوط لامل شوي دي.

همدرد دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د تلې په ١٩مه د هغه په ټولنيزه شبکه (فيسبوک) پاڼه کې خپره شوې ده.

وسله والو طالبانو د تلې په ٦مه نېټه له  څلورو خواوو پر کندوز ښار بريدونه پيل کړل او څو ساعته وروسته يې دا ښار ونيو، تر دې مخکې د دغه ولايت دوه ولسوالۍ لا د مخه له وسله والو طالبانو سره وې.

دولتي ځواکونو تر څو ورځو چاڼيزو عملياتو وروسته اوس د دغه ښار ډېرى برخې نيولې دي.

دغه راز د دې جګړو پر مهال امريکايي ځواکونو په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو تنظيم پر روغتون هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ٢٢ تنه ووژل شول او ٣٧ نور ژوبل شول.

د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړى او د پکتيا پخوانى والي جمعه خان همدرد پر کندوز  ښار د وسله والو مخالفينو بريد او په ترڅ کې يې رامنځته شوی ناورين پر کلکو ټکو غندلى دى.

هغه زياته کړه چې د کندوز پېښه ټول غندي او دولت پر ناغېړی تورنوي، خو زياتوي چې اوس بايد د دغه ولايت د سقوط اصلي لامل څرګند شي.

ده ويلي: ((په شمال کې څوارلس کاله کېږې چې ټول ولسونه د ناقانونه وسله والو د لاسه پزې ته راغلي چې ښه بېلګه يې د بغلان او کندوز ولايتونه دي، په دې سيمو کې هره ورځ لسګونه کورنۍ په يوه او بل نوم ځورول کېږې، خو مرکزي اداره د دغو خلکو له حيثيت څخه په دفاع کې پاتې راغلې ده.))

همدرد وايي چې په سيمه کې تنظيمي ملېشو خلک دې ته اړ کړي چې له وسله والو سره نېغ په نېغه يا غير مستقيمه همکاري وکړي.

هغه زياته کړې: ((موږ نه وسله وال باغيان تاييدوو او نه هم تنظيمي وسله وال او خپل سرې، ځکه دوی دواړه ملي افکارو ته نه، بلکې شخصي ګټو لپاره کار کوي.))

د همدرد په وينا، تنظيمي ملېشې او اربکيان د ولس او دولت تر منځ واټڼ پيدا کوي چې پايله يې بيا داسې کېږي لکه د کندز ولايت د سقوط په څېر.

نوموړي دغه راز ويلي چې د شخصي ملېشو له لاسه په تخار ولايت کې د ځمکو خاوندان په زندانونو کې پراته دي او وسله وال سرې سترګې ګرځي؛ ځکه حکومت نشته چې د حق او ناحق پوښتنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.