پل علم (پژواک، ١٩ تله ٩٤): نا معلومو وسله والو د لوګر له محمد اغې ولسوالۍ د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې يو موټر او دوه کارکوونکي تښتولي دي.
د محمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحيمزي د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نا معلومو وسله والو په دې ولسوالۍ کې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې پر سيمه ييز دفتر بريد کړى دى.
هغه وايي چې په بريد کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو وسله والو د يادې موسسې يو کاماز موټر او دوه کارکوونکي نا معلوم لور ته بيولي دي.
قوماندان وايي چې د قومي مشرانو په ملتيا يې د يادو کسانو د پيدا کولو هڅې پيل کړې دي.
د محمداغې ولسوالۍ د کندهاريو کلي اوسېدونکي احمدزبير پژواک ته وويل چې تېره شپه نا معلومو وسله والو په دغه کلي کې د ماين پاکۍ موسسې پر دفتر بريد کړى دى.
هغه وايي: ((موږ خبر نه يو چې څوک يې وړي که نه خو دلته د ماين پاکۍ موسسى ډېر غټ دفتر دى خو دغه دفتر وسله وال ساتونکي نه لري ځکه دلته بيا ورته نور مشکلات پيدا کېږي.))
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سټرلينګ موسسې نظر ترلاسه کړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د يادې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولايت په محمداغې او خوشي ولسواليو کې نا معلومو کسانو د هلوټرست ماين پاکۍ موسسې کارکوونکي تښتولي وو خو د قومي مشرانو په هڅو بېرته راخوشي شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن