کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٤): د امريکا سفارت وايي، دوى داسې معلومات ترلاسه کړي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو (يوناما) دفترونه تر امنيتي ګواښ لاندې دي.
د امريکا سفارت په ويبپاڼه کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، د راتلونکو دوو ورځو پر مهال ښايي په کابل کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر او يا ځيني نور دفترونه د ځانمرګو تر بريدونو لاندې راشي.
امريکا په کابل کې مېشتو خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د ملګرو متلونو د دفترونو شاوخوا نږدې سيمو کې له ګرځېدو او تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
دغه راز سرچينې زياته کړې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم خپلو وګړو ته ويلي چې په افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.
د امريکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې په کابل کې د پاتې کېدو په صورت کې خپل امنيتي پلانونه و ارزوي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنګي نن په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو د امنيتي چارو مسوولينو ورسره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې هغوى په کابل کې د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنيت په اړه ترې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو اړوند د يوې ادارې افغان کارکوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته دوه ورځې مخکې د دغه امنيتي ګواښ په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د کابل د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د کلوله پشتې په سيمه کې د ملګرو ملتونو يو دفتر او د جلال اباد پر لويه لاره د دوى دفتر تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د امريکا سفارت پرون په داسې حال کې د دغه امنيتي ګواښ په اړه راپور ورکړى چې نن په کابل ښار کې د امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان د موټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو چې د لومړيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې اووه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
عيني شاهدان وايي چې په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو دوه موټر هم ويجاړ شوي، خو دغو ځواکونو د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن