ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ښار وضعيت عادي شوى، خو لاهم ستونزې لري

د کندوز ښار وضعيت عادي شوى، خو لاهم ستونزې لري

author avatar
12 Oct 2015 - 15:27
د کندوز ښار وضعيت عادي شوى، خو لاهم ستونزې لري
author avatar
12 Oct 2015 - 15:27

کندوز(پژواک، ٢٠ تله ٩٤): کندوز ښار کې له دوو اوونيو نښتو، وژنو او کډواليو وروسته عادي حالت رامنځته شوى ، خو ښاريان د خوراکي توکو د بيو له لوړېدو او د طالبانو له احتمالي ګواښونو څخه وېره لري.

 طالبانو د تلې مياشتې په شپږمه   کندوز ښار ونيوه او دولتي ځواکونو د خپلو عملياتو په ترڅ کې ډېرې سيمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې چې ورسره وضعيت يو څه عادي شو.

ګڼې هټۍ پرانېستې دي او په ښار کې تر يوې کچې د خلکو ګڼه ګوڼه ليدل کېږي، خو د ښاريانو ستونزې لا هم نه دي حل شوې. دوى وايي چې اوس اوس په ښار کې د خلک تګ راتګ ليدل کېږي او کومه جدي اندېښنه نشته .

 ٤٥ کلن محمد رسول چې اته کسيزه کورنۍ لري، وايي چې ښاريان خوراکي توکو ته سخته اړتيا لري، ځکه خلکو خپل ټول شته دجګړې په ورځو کې مصرف کړي او اوس د خوړو له کمښت سره مخ دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځينۍ هټۍ پرانېستې، خو خوراکي توکي په لوړه بيه ورکوي.

يو من اوړه په ٣٥٠ افغانۍ دي، په داسې حال کې چې پخوا په ٢٢٠ افغانۍ وو، يوه پنځه لېټره غوړي له ٤٠٠ افغانيو نه ٦٠٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.

 

 همدارنګه يوه وچه ډوډۍ لس افغانۍ وه چې په وروستيو دوو اوونيو کې ٥٠ افغانيو ته رسېدلې وه، خو اوس په ٢٠ افغانۍ ده.

محمد رسول وويل:((موږ يواځې يوه اندازې وريژې درلودې چې د جګړه پرمهال مو خوړلې، په خلاصېدو وې، اوبلن ګاز هم نه موندل کېده او په ديګدان کې مو ديګ کولو.))

دده په خبره، تېره شپه کندوز ښار ته برېښنا راغله، خو د اوبو ستونزه لا هم نه ده حل شوې چې بايد پاملرنه ورته وشي.

 د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي تېره ورځ ماښام مهال ويلي وو چې کندوز ښار د وسله والو مخالفينو له شتون  څخه پاک شوى او د عامه خدمتونو پروسه پيل شوې چې له دې ډلې د برېښنا بهير پيل شوى او د کندوز ښار ته د اوبو رسولو شبکه به هم ډېر ژر فعاله شي.

 دده په خبره، ګاونډي يې خپل ١٣ کلن زوى د ډوډۍ راوړلو لپاره نانوايۍ ته لېږلى و چې د طالبانو په مرمۍ ووژل شو .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.