ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: د ملګرو ملتونو د دفترونو د امنيت لپاره اړين تدابير نيول شوي

صديقي: د ملګرو ملتونو د دفترونو د امنيت لپاره اړين تدابير نيول شوي

author avatar
12 Oct 2015 - 16:21
صديقي: د ملګرو ملتونو د دفترونو د امنيت لپاره اړين تدابير نيول شوي
author avatar
12 Oct 2015 - 16:21

کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): کابل کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ګواښ په اړه د خبر له خپرېدو وروسته، د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د ملګرو ملتونو د دفترونو د امنيت لپاره به له هيڅ ډول همکارۍ ځان ونه سپموي.

 د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، دغه وزارت چمتو دى چې د ملګرو ملتونو دفترونو د امنيت ساتلو لپاره له هر ډول مشروع عمل ګټه پورته کړي.

هغه زياته کړه، چې پخوا هم د کورنيو چارو وزارت کشفي او استخباراتي برخو همېشه هڅه کړې چې دوى ته غوره او ډېر کاري فرصتونه مساعد کړي او ډېر امنيتي ګواښونه له منځه وړي دي.

 صديقي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د دغه وزارت کشفي او استخباراتي بنسټونه همېشه پر حکومتي او غيرجکومتي ودانيو باندې له بريد کولو خبر وي، د ملګرو ملتونو له کارکوونکو وغوښتل چې د کارکوونکو او ملکيانو د خونديتوب په موخه، په ښار کې له نا اړين تګ راتګ ډډه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا سفارت ويلي چې داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) له امنيتي ګواښ سره مخ دى.

 په هغه اعلاميه کې چې پرون د امريکا سفارت له لوري خپره شوې، ويل شوي چې کېداى شي د راتلونکو دوه ورځو په ترڅ کې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرکزي او نور دفترونه تر ځانمرګو بريدونو لاندې ونيول شي.

 امريکا په کابل کې د خپل هېواد وګړو ته سپارښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو دفترونو په څنډو او شا وخواو کې له تګ راتګ ډډه وکړي.

 د امريکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي، چې په کابل کې د شتون پر مهال خپل امنيتي پلانونه وارزوي.

 دغه اندېښنه له هغه وروسته راپورته شوې چې نن د ملګرو ملتونو د مرستندويه سياسي دفتر (يوناما) يوه ښځه کارکوونکې په کندهار ښار کې د ناپېژاندو وسلوالو کسانو له لوري په ډزو سره وژل شوې ده.

 بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې د ملګرو ملتونو دفترونو د امنيتي چارو چارواکو له هغه سره ليدلي او د هغوى د دفترونو د امنيت ټينګښت لپاره يې له هغوى د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

 د کورنيو چارو وزارت وياند، نن په ياده خبري ناسته کې وويل: " د بهرنيو ځواکونو غيراړين تګ راتګ د دې لامل کېږي چې دوښمن په چاودنه لاس پورې کړي او له امله يې ملکيانو ته زيان واوړي."

 د ويلو ده چې پرون د کابل ښار په جوي شير سرک باندې د امريکايي ځواکونو پر کاروان د موټربم چاودنې له امله اووه ملکيان ټپيان شول  او دغه راز د بهرنيو ځواکونو دوه موټر له منځه ولاړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.