کندهار ( پژواک، ٢٠ تله ٩٤ ) : په کندهار ښار کې ناپېژاندو کسانو د ملګرو ملتونو د سياسي څانګې (يوناما) يوه ښځينه کارکوونکې پر ډزو وژلې ده.
دغه پېښه نن د تلې په ٢٠مه، د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اړوند د ارګ بازار په سيمه کې پر يوې ښځې ډزې کړې او هغه يې وژلې ده.
دى وايي، د وژل شوې ښځې د هويت په اړه معلومات نشته، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
هغه زياته کړه، بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي، خو پوليس هڅه کوي هغوى ونيسي.
خو يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوې ښځه تورپېکۍ نومېږي او د يوناما په دفتر کې يې د بشري حقونو په برخه کې دنده تر سره کوله.
د دغې سرچينې په وينا، نوموړې داسې مهال د وسله والو تر بريد لاندې راغله چې له خپل کور څخه د دفتر پر لور روانه وه.
په کابل کې د يوناما دفتر دغه پېښه تاييدوي او د غندنې ترڅنګ زياتوي چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.
په کندهار کې تر دې وړاندې هم په هدفي وژنو کې د قومي مشرانو تر څنګ دولتي کارکوونکي او نور په نښه شوي چې پړه يې وسله والو مخالفينو پر غاړه اخيستله.
د يادونې ده چې پرون د امريکا سفارت ويلي وو، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفترونه تر ستر امنيتي ګواښونو لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن