ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميوند پنځه تړل شوي ښوونځي فعال شول

د ميوند پنځه تړل شوي ښوونځي فعال شول

author avatar
13 Oct 2015 - 15:46
د ميوند پنځه تړل شوي ښوونځي فعال شول
author avatar
13 Oct 2015 - 15:46

کندهار (پژواک، ٢١ تله ٩٤ ) : د کندهار د ميوند ولسوالۍ هغه پنځه ښوونځي چې د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله له تېرو اتو کلونو راهيسې تړلي وو، يو ځل بيا پرانيستل شول.

د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي دغه بند ښوونځي يې د سيمې د اوسېدونکو او قومي مشرانو په مرسته پرانيستي دي.

د ښوونځيو د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې رياست د مسوولينو تر څنګ د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله، د سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو ګډون کړى وو.

د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال حاجي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، په ميوند ولسوالۍ کې د پوهنې رياست د تشکيل له مخې ١٧ بابه ښوونځي شته چې ٩ يې پرانيستي وو او ٨ نور يې د ناامنيو له امله تړلي پاتې وو.

هغه زياته کړه، د بندو ښوونځيو له ډلې يې اوسمهال پنځه ښوونځي (د قناعت، مالي خېل، ملا ابراهيم نيکه، سيد محمد اغا لومړني ښوونځي او د ملالۍ ميوندي منځنى ښوونځى) د زده کوونکو پر مخ پرانيستل.

دى وايي، د سيمې د اوسېدونکو او مخورو په مرسته هڅه کوي چې پاتې درې بند ښوونځي هم ژر پرانيستل شي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال په پرانيستو پنځو ښوونځيو کې ١٠٥٠ ماشومان زده کړې کوي او د پوهنې رياست هڅه کوي چې نه يوازې د زده کوونکو شمېره لوړه بوځي، بلکې د ښوونکو، درسي کتابونو او درسي موادو ستونزه يې هم حل کړي.

په دې توګه په ميوند ولسوالۍ کې د پرانيستو ښوونځيو شمېر ١٤ ته ورسېد.

د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله وايي، تش په نوم د ښوونځيو پرانيستل د منلو وړ نه دي، د پوهنې رياست بايد په هر پرانيستي ښوونځي کې د مسلکي ښوونکو، کتابونو، درسي توکو او نورو لوازمو اړتياوې پوره کړي.

هغه زياته کړه، د ولسوالۍ اوسېدونکي د ښوونځيو په پرانيستلو کې له هغوى سره همکار دي، د پوهنې رياست ته لازمه ده چې د زده کړې د کيفيت پر ښه کېدو ډېر کار وکړي.

د ميوند ولسوالۍ د مالي خېل سيمې يوه اوسېدونکي حاجي عثمان پژواک خبري اژانس ته وويل، پوره اته کلونه د سيمې د اوسېدونکو ماشومان د هغو کسانو له لاسه د زده کړې له نعمت څخه بې برخې وو چې دلته يې ناامني جوړه کړې وه.

هغه زياته کړه، د دغې مودې جبران په هيڅ توګه نه شي کېداى، خو اوس دې دولت بيا پرانيستل شوو ښوونځيو ته جدي پاملرنه وکړي، د ښوونکو او درسي کتابونو غم دې وخوري او وخت په وخت دې د زده کړې له بهير څخه څارنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.