کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٤): ولسي جرګې، پاکستان د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنې تورن کړ او يادې جرګې ته يې د بهرنيو چارو وزير او ملي امنيت شورا د رابلنې پرېکړه وکړه، څو له امريکا سره د شوي امنيتي تړون د نه عملي کېدو په اړه ځواب ووايي.
ولسي جرګه کې د فراه استازي محمدعثمان فراهي نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د پاکستان استخباراتو اداره د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې تورنه کړه او ويې ويل: "په ټوله نړۍ کې کافي اسناد او شواهد شته چې د پاکستان استخبارات له ترهګرۍ ملاتړ کوي."
هغه زياته کړه، چې اوسمهال هم د افغانستان په کورنيو چارو کې د پاکستان لاسوهنه شتون لري، خو افغان چارواکي ورته هيڅ پام نه لري.
د هغه په وينا، افغان حکومت بايد له ټولو شته وړتياو څخه په ګټې، د افغان امنيتي ځواکونو د سنبالښت او تجهيز په برخه کې ګټه پورته کړي، څو په هېواد کې د سيمه ييزو استخباراتو د لاسوهنې مخه ونيسي.
نوموړي څرګنده کړه، ترڅو چې د هېواد په کورنيو چارو کې د پاکستان د ښکاره لاسوهنو مخه ونه نيول شوي، امنيت به ټينګ نه شي.
په ياده جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني هم پاکستان د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنې تورن کړ او ويې ويل: " پاکستان همېشه د اوړي فصل د جګړې فصل او د ژمي فصل د خبرو اترو فصل اعلان کړى، زموږ بهرنۍ دستګا بايد د پاکستانيانو په دغو خبرو ونه غوليږي."
هغه زياته کړه، کله چې وسلوال مخالفين ناکام او له ماتې سره مخ کېږي نو د پاکستان سياسيون د سولې غږ پورته کوي.
د هغه په وينا، هېواد کې د نوي حکومت د رامنځته کېدو په لومړيو کې د حکومت مشرانو د پاکستان دروغجنو غږونو ته ښه راغلاست ووايه، خو د نا امنۍ له ډېرېدو، د ملکيانو له وژل کېدو او بدبختيو پرته يې بله پايله نه درلوده.
هغه زياته کړه چې د امريکا متحده ايالات له افغانستان سره د امنيتي تړون په چوکاټ کې افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو مخه ونيسي.
نوموړى او د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو د کابل او واشګنټن تر منځ د امنيتي تړون د عملي کېدو په موخه د املي امنيت شورا سلاکار او بهرنيو چارو وزير د استجواب غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم د هېواد په کورنيو چارو کې د پاکستان پر لاسوهنې نيوکه وکړه او ويې ويل: " د پاکستان لاسوهنه ښکار ده، د ملا عمر د مړينې پټول، د ملا اختر منصور ټاکل او په پاکستان کې له هغه څخه د نورو بيعت او له هغو مواردو دي، چې څوک ترې سترګې نه شي پټولى."
هغه زياته کړه: " افغان حکومت د اړتيا له مخې، له امريکا سره امنيتي هوکړه ليک لاسليک کړ، څو امريکا د اړتيا پر مهال او د ګاونډيو هېوادونو د ښکاره يرغل پر مهال د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړي، خو له بده مرغه په ياده برخه کې د امريکا هيڅ عملي ګامونه تر سترګو نه شول."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن