ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې ماليې په اړه د ولسمشر فرمان له وخته مخکې دى

د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې ماليې په اړه د ولسمشر فرمان له وخته مخکې دى

author avatar
15 Oct 2015 - 16:29
د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې ماليې په اړه د ولسمشر فرمان له وخته مخکې دى
author avatar
15 Oct 2015 - 16:29

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو پر لس سلنې محصول وضع کولو په برخه کې د ولسمشر فرمان له وخته وړاندې بولي او وايي چې د مخابراتي خدمتونو د محصول اخيستو اوسنى سيستم له ستونزو ډک دى او هڅه کوي چې نوى او روڼ سيستم رامنځته کړي.

د وزيرانو شورا د پرېکړې او ولسمشر د فرمان له مخې، د مخابراتي خدمتونو  پر ټولو ګټه اخيستونکو د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول وضع شوى او روان کال (١٣٩٤) د تلې مياشتې له لومړۍ نېټې عملي کېږي.

دا فرمان د ملي شورا د دوبنيو رخصتيو په اوږدو کې صادر شوى و.

 ولسي جرګې تېره ورځ پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنې محصول د وضع کولو په اړه د ولسمشر فرمان د رايو په اکثريت سره رد کړ او د جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسيون مشر وويل چې د دغه محصول ټولول روڼ نه دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (اى ټي) يا معلوماتي ټکنالوجۍ مرستيال ايمل مرجان د پنجشنې په ورځ (د تلې ٢٣مه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د لس سلنې محصول په اړه د ولسمشر فرمان له وخته وړاندې دى.

هغه زياته کړه: ((د ماليې وزارت د فشار له مخې موږ اړ شوو چې دا پروسه پيل کړو.))

نوموړي وويل چې ماليې وزارت پرته له دې چې په مخابراتو وزارت کې د منظم سيستم نشتوالى په پام کې ونيسي، د مخابراتي خدمتونو د محصول له اړخه د يو موټ پيسو د ترلاسه کولو لپاره د دې پروسې پر پيل ټينګار درلود.

هغه زياته کړه چې د فرمان د عملي کولو وخت محدود و، پر بنسټ د مخابراتو وزارت ونه توانېد چې پرمختللى سيستم فعال کړي، څو د مخابراتي شبکو له سيستم سره نښلېدلى وي او د هرې شېبې د معلوماتو وړاندې کولو ظرفيت ولري.

هغه وويل: ((دا وزارت شپه ورځ هڅه کوي چې د اوسني سيستم تر څنګ چې له ګډونوالو سره د اړيکې پر بنسټ په منظم ډول ترلاسه او محاسبه کېږي، د وخت سنجولو يو بشپړ سيستم، په راتلونکو څلورو مياشتو کې رامنځته کړي او بيا يې د مخابراتي شرکتونو له (Real Time Data Management System) سيستم سره ونښلوي.))

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنيکي مرستيال بريالي حسام هم پژوک ته وويل چې اوسنۍ سيستم په هغه وزارت کې په يوه وخت کې د کمپنيو له ډيټا سره نه دى نښلول شوى، معلومات له مخابراتي شرکتونو سيستم ته استول کېږي او وروسته عمومي مبلغ څرګندېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.