کابل ( پژواک، ۲۴ تله ۹۴ ) : د ناټو سازمان او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې تر ۵۰۰۰ زيات سرتيري پرېږدي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون د افغانستان په اړه په خپله تګلاره کې د بدلون راوستو اعلان وکړ او وېې چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به په افغانستان کې ۹۵۰۰ امريکايي سرتيري پاتې وي.
دغه راز هغه وويل چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به هم ۵۵۰۰ امريکايي سرتېري د۲۰۱۷ کال تر پايه په افغانستان کې مېشت وي.
اوباما وېيلي چې دا سرتېري به د افغان ملي ځواکونو روزنې او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې برخه اخلي.
تر دې مخکې تېر کال اوباما اعلان کړی و، چې تر ۲۰۱۵ کال وروسته به په افغانستان کې ۵۰۰۰ امريکايي سرتېري پاتې کېږي او تر ۲۰۱۶ کال وروسته به ۱۰۰۰ تنه د امريکا د سفارت د امنيت لپاره پاتې وي.
د ناټو سازمان سرمنشي جېنز سټولټنبرنګ په دې اړه د امريکا د ولسمشر د نوې پرېکړې هرکلی کړی .
په کابل کې د ناټو د ملکي استازي له دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا له دې پرېکړې سره په افغانستان کې د ناټو سازمان دوامداره شتون ته لار هواره شوه.
د ناټو سرمنشي وېيلي : "دغه راز د دې پرېکړې له امله له افغانستان سره د ناټو او متحدينو دوامدراه همکاري او ژمنې يو ځل بيا ثابتې شوې ."
د هغه په وينا، ددې پرېکړې په رڼا کې به ناټو راتلونکو څو اونيو کې په افغانستان کې د روزنې د روان ماموريت په اړه مهمې پرېکړې وکړي.
سرمنشي وايي، د افغانستان په ماموريت کې د امريکا ونډه مهم رول لوبوي .
بل خوا په افغانستان کې د ناټو او امريکايی ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل هم د بارک اوباما د پرېکړې هرکلی کړی .
هغه ويلي چې دې پرېکړې سره د افغانستان او امريکا ګډ دښمن ته يو څرګند پيغام ورکړل شوی او ورسره به د افغان ځواکونو په روزنه کې نور هم ښه والی او پرمختګ راشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن