ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سيداباد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په سيداباد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 Oct 2015 - 16:41
په سيداباد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 Oct 2015 - 16:41

میدان ښار(پژواک، ٢٤ تله ٩٤): د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال   ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د جګړې لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو دعوې کوي.

د دې ولايت مطبوعاتي دفتر نن له غرمې وروسته په يوه بجه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې وسله والو مخالفينو د سيداباد په شاترو او سره کلا سيمو کې د کابل ـ غزني لویه لاره د ټرافيکو پر مخ تړلې وه.

د سرچينه زياتوي چې امنيتي ځواکونو دغه لار  تر تړل کېدو نيم ساعت وروسته بېرته پرانسته.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لارې د پرانستې په عملياتو کې يو د ملي رادو سرتېرى او دوه وسله وال مخالفين ووژل شوي او يو د ملي اردو سرتېرى او پنځه مخالفين ټپيان دي.

سرچينه زياتوي چې د وژل شویو وسله والو مخالفینو مړي په سیمه کې پاتې دي .

د ولايت مطبوعاتي دفتر ليکلي چې وسله والو مخالفینو د سیداباد ولسوالۍ په شش کلا او سلطان خیلو سیمه کې د ملکي وګړو څلورو ، ۳۰۳ ډوله موټرو او یوه کرولا ډوله موټر ډزې کړي،چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

خو د سیمې يو اوسېدنکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، د ټېلفون پر ليکه پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په شاترو، سلطانخېلو او ځينې نورو سيمو کې پر امنيت پوستو بريدونه پيل کړي دي.

دى وايي چې له همدې امله تر اوسه ( له غرمې وروسته دوو بجو ) د کابل- غزني لويه لار د ټرافيکو پر مخ تړلې او په بېلابېلو سيمو کې نښتې روانې دي.

 هغه دعوه کوي، چې د طالبانو او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو پر يو موټر د ملي اردو ځواکونو د ډزو له امله يو تن ملکي وګړى وژل شوى او څو تنه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو وېيلي چې دوى تېره شپه د سیداباد د منګلیو په سیمه کې پر يوه پوسته او پوستې ته پر  روانو کمکي د ملي اردو ځواکونو بريد کړى چې له امله يې يو ټانک له منځه تللى او يو شمېر دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو له غرمې مخکې په ١١ نيمو بجو ويلي چې په سيمه کې نښتې روانې دي او د کابل- غزني لار د ټرافيکو پر مخ تړلې ده.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.