د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بادغيس د مقر لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى

د بادغيس د مقر لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى

Oct 17, 2015 - 10:47

قلعه نو (پژواک، ٢٥ تله ٩٤): چارواکي وايي، د بادغيس د مقر ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او د دې ولسوالۍ دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور طالبانو نيول شو دي.

د مقر په سنګ اتش سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان رحيم داد پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه لس بجې په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې چې د سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ، ياده پوسته د طالبانو لاسته ولوېده او د پوستې له پوليسو دوه تنه وژل شوي، دوه ټپيان دي او دوه نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

هغه وايي، د نښتې پر مهال د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولا محمد هم وژل شوى او درى طالبان ټپيان دي.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر حاجي بهاءالدين قادسي هم د رحيم داد څرګندونې تاييد کړې.

هغه وويل چې د سيمې ډېرې کورنۍ د جګړې له امله شاوخوا کليو ته تللې او په ياده نښته کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې ياده پوسته يې نيولې، دوه سيمه ييز پوليس يې وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.

طالبانو په دې نښته کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement