میدانښار (پژواک ۲۶ تله ۹۳): دميدان وردګو چارواکي وايي، د دې ولايت د فوايد عامې رييس د بډو اخيستو په تور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوى دى.
د میدان وردګو د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سید یونس نجفي زاده نن له غرمې وروسته نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه، له دوی سره د نوموړي د نیول کېدو په موخه هېڅ همغږي نه ده شوې، خو معلومات یې ترلاسه کړي، چې یاد منسوبین د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو د څانګې کارکوونکي وو.
خو د ياد ولايت د فوايد عامې رياست یوې سرچینې، پژواک ته وویل، چې د دغې ادارې یوه کارکوونکي د فوايد عامې د ريیس په نیول کېدو کې مرسته کړې.
سرچينه وايي: ((ددغې ادارې يوه کارکوونکي د درنو جرمونو کارکوونکي راوستي وو، له ريیس سره یې په کومه موضوع وړاندې خبره کړې وه، چې دوه زره امریکايي ډالر به ورکوي، کله یې چې له دفتر څخه بهر دوه زره ډالر ورکول، د پولیسو له لوري یې ویډیو هم وشوه او لاس په لاس ونیول شو.))
سرچينه زياتوي، د فوايد عامې ريیس تر نیول کېدو وروسته د درنو جرمونو ادارې کارکوونکو له لوري له ځان سره کابل ته ولېږداوه.
د محمد الیاس په نوم یو عیني شاهد وایي، یاد شوى ريیس د فوايد عامې ریاست مخې ته د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ادارې له لوري د فساد په تور لاس په لاس ونیول شو.
هغه پژواک ته وویل: ((ريیس د ولایت مقام له لوري راغی، یو دوه کسانو ورسره خبرې وکړې او په همدې حال کې پولیس پرې راټول شول او توره خولۍ يې ور په سر کړه او په فرونر موټر کې یې واچاوه.))
د يادونې ده، چې د میدان وردګو د فوايد عامې ريیس پخوانی نظامي جنرال دی، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې په ملکي برخه کې دنده ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن