کابل ( پژواک، ٢٦ تله ٩٤ ) : له کابل څخه دوه مياشتې مخکې تښتول شوې المانۍ مېرمن خوشې ده.
له افغانستان سره د المان د بشري مرستو ادارې ( جي اى زيډ) کارکونکې دغه مېرمن دوه مياشتې مخکې ( د زمري په ٢٦مه) د کابل ښار د لسمې حوزې اړونده د قلعه فتح الله له سيمې څخه تښتول شوې وه.
د يادې ادارې له خوا د تلې په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده مېرمن اوس له دوى سره خوندي ده.
دغې ادارې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي .
بلخوا د المان د بهرنيو چارو وزارت هم د يادې مېرمنې د خوشې کېدو خبر تاييد کړى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن