ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: په دندو کې غفلت کوونکي کسان دې ګوښه کړاى شي

ولسمشر غني: په دندو کې غفلت کوونکي کسان دې ګوښه کړاى شي

author avatar
18 Oct 2015 - 14:52
ولسمشر غني: په دندو کې غفلت کوونکي کسان دې ګوښه کړاى شي
author avatar
18 Oct 2015 - 14:52

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): افغان ولسمشر سيمه ييزو چارواکو ته امر کړى، هغه څوک چې په دندو کې غفلت کوي او يا هم صادقانه کار نه کوي، ډېر ژر دې يې ګوښه کړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د تلې په ٢٦مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د ارګ د توحید له ملي مرکزه د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار، زابل، اروزګان او دایکنډي ولایتونو له والیانو، امنیه قوماندانانو، د امنیت له ريیسانو او د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان سره د حکومتولۍ او امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي چې يادو سيمه ييزو چارواکو د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

په دغه کنفرانس کې د کندهار والي په ولسوالیو کې د حکومتي ادارو او ښوونځیو د ودانیو د ستونزو د حل تر څنګ وړاندیز وکړ چې د راتلونکي کال په پراختيايې بودجه کې دې د کندهار ولایت تخصیص زیات شي.

د زابل والي د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه د دندو د تفکیک وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه چې د یاد ولایت انکشافي بودجې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

د اروزګان والي یادونه وکړه چې د دغه ولايت د لوړو زده کړو وضعیت ته دې اساسي پاملرنه وشي او کار دې اهل کسانو ته وسپارل شي.

د دایکنډي والۍ وویل، په یاد ولایت کې امنیتي وضعیت ښه دی، خو ځینې ډلې ټپلې له بېلابېلو لارو څخه په سیمه ییزو چارواکو فشار واردوي او د کارونو پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.

محمداشرف غني د یادو مسوولینو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته وويل، ټول هغه کار کوونکي چې صادقانه کار کوي تقدیر دې شي.

غني کابل او ولایتونو کې د امنیتي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د جنګ بڼې او د وسله والو د فعالیتونو بدلون ته په پام دې په خپلو ولایتونو کې ټول شته ګواښونه تشخیص کړي او په اړه دې دقیق راپورونه جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

ولسمشر د امنیتي سکتور وزيرانو او واليانو ته وويل: ((د فشار له مخې د افرادو مقرري نه ما او نه هم د افغانستان خلکو ته د منلو وړ ده.))

غني ټينګار وکړ، هر څوک چې په دنده کې غفلت کوي او یا صادقانه کار نه کوي، نو ډېر ژر بايد له دندې ګواښه کړاى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.