کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): راپورونه وايي چې په ايران کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢٠ افغان کډوال مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي.
ايراني رسنيو د تلې په ٢٧مه خبر ورکړى چې دا پېښه پرون ماښام ناوخته د ايران مرکزي سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې د ايران د پلازمېنې تهران او قوم ښار تر منځ سوېلي ساحه کې د غير قانوني افغان کډوالو يو ميني بس موټر له مخامخ روانې لارۍ سره جنګېدلى دى.
د ايران دولتي تلويزيون ويلي چې په دې پېښه کې ٢٠ افغان کډوال مړه او تر ١٠ پورې نور ټپيان شوي دي.
سرچينې ويلي چې ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ايران له لارې ترکيې او بيا اروپا ته د غير قانوني افغان کډوالو د تګ لړۍ تنده شوې ده.
د هرات او نيمروز ولايت چارواکي وايي چې هره ورځ تر ٥٠٠ زيات افغانان د ايران له لارې اروپا ته روانېږي چې يو شمېر يې بيا د ترکيې په بحر کې غرق کېږي.fپ
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن