جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۴): د جلال اباد ښاروال پر هټۍ والو او اوسېدونکو غږ وکړ چې د ښار په پاکولو کې ونډه واخلي، خو ځيني ښاريان ښاروالۍ ګرموي چې د ويالو کثافات پر سړکونو اچوي او ژر يې نه انتقالوي.
د جلال اباد نوي ښاروال حميدالله افغان د تلې په ۲۷مه له خپلو يو شمېر مامورينو او مدني فعالانو سره د ښار پاکولو کمپاين پيل کړ چې په ترڅ کې يې هټۍ والو ته د ښاري نظافت سپارښتنه وشوه.
په پلي لارو د لاسي پلورنکو او کراچيو زياتوالی، په لښتيو کې خځلې غورځول، ښار کې د موټرو غير قانوني اډې او د کثافاتو ډېروالی د جلال اباد ښار د بې نظافته کېدو ستر لامل بلل کېږي.
د جلال اباد ښاروال وايي: ((هټۍ والو ته مې سپارښتنه وکړه چې په لښتيو کې خځلې ونه غورځوي او پلې لارې خلاصې کړي. موږ دا مسئله څارو د سرغړونې په صورت کې به قانوني اقدام وکړو.))
د ښار اوسېدونکي او يوه هټۍ وال صفت الله پژواک اژانس ته وويل چې ښاروالۍ د ښار ويالې په وخت سره نه پاکوي او که پاکې يې کړي بيا يې تر ډېرو ورځو پورې کثافات په لارو کې پراته وي.
نوموړي هيله وښوده چې د ښاروالۍ رهبري بايد دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
د فضل الرحمن په نوم يو بل ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((د ښاروالۍ کارکوونکي سم کار نه کوي، کارونه يې نمايشي دي، تاسو وګورئ د ښار په هره څنډه کې کثافات پراته دي.))
هغه يادونه کړه چې که ښاروالۍ پر وخت خپل کارونه وکړي ښار به پاک او ښکلی وي.
خو ښاروال بيا وايي: ((د ښاروالۍ د تنظيفاتو مديريت وايي چې د ويالو کثافات تر وچېدو وروسته انتقالوي؛ خو که د ډېرو ورځو لپاره پاتې کېږي ماته د منلو وړ نه دي، موږ پلان ورکړی دوی به د ښار کثافات پر وخت انتقالوي.))
ښاروال په خپله دا يادونه هم وکړه چې د ښاروالۍ اړوند قراردادونه يې راغوښتي څو د ممکنه درغليو په تړاو مسئلې په کې په ډاګه شي.
هغه د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا تاسو پر قراردادونو شک لرئ؟ وويل: ((موږ يو دوه قراردادونه وليدل چې سرغړونې په کې وې، نو په همدې موخه مو د ښاروالۍ اړوند پخواني قراردادونه راغوښتي چې ارزيابي يې کړو.))
نوموړي په دې تړاو ډېر څه ونه ويل، خو ويل کېږي چې د جلال اباد ښاروالۍ په ځينو پخوانيو قراردادونو کې سرغړونې شته دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن