ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ماشوم او لس وسله وال وژل شوي

يو ماشوم او لس وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Oct 2015 - 13:42
يو ماشوم او لس وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Oct 2015 - 13:42

جلال اباد- کلات- خوست (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): چارواکي وايي چې په عملياتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي، بلخوا په يوه چاودنه کې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ګډو ملي ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د داعش ٦ وسله والو وژل شوي،  د هغوى موټر ويجاړ او ګڼې وسلې او مهمات يې هم ترلاسه شوي دي.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد ياد عمليات تاييدوي او زياتوي چې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د زابل د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي وايي چې تېره شپه اوه بجې امنيتي ځواکونو د دې ولسوالى د قره باغو په سيمه کې درې  هغه  وسله وال طالبان وژلي چې غوښتل يې د کابل ـ کندهار پر لويه لاره مسافرو ته ستونزې جوړې کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې د ملا جان په نوم يو سرګروپ هم و چې جسد يې پوليسو راوړى او نن سهار يې کورنۍ ته وسپارل شو.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په جګړه کې يو طالب وژل شوى دى.

د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل دوه پوليس چې سره وروڼه وو، تېره ورځ په يو کرولا موټر کې له دندو تښتېدلي او نامعلوم لور ته تللي دي.

قارى يوسف وايي، دواړه په سيوري ولسوالۍ کې طالبانو ته تسليم شوي دي.

بلخوا د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې ماين چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادې ولسوالۍ ولسوال اغاجان توکلي پژواک اژانس ته وويل، دغه پېښه نن سهار اته بجې د دې ولسوالۍ لوېديځ لور ته د موچۍ کلي په سيمه کې شوې ده.

نوموړي وويل، ماشومان د څارويو پر څرولو بوخت وو چې ماين پرې چاودلی، يو ماشوم يې وژلی او بل يې سخت ټپي کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.