ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عاشورا مراسمو ته اړين چمتووالى نيول شوى

د عاشورا مراسمو ته اړين چمتووالى نيول شوى

author avatar
20 Oct 2015 - 16:27
د عاشورا مراسمو ته اړين چمتووالى نيول شوى
author avatar
20 Oct 2015 - 16:27

کابل  (پژواک، ٢٨ تله ٩٤):  د ارشاد، حج او اوقافو وزير وايي چې هېوادوال بايد د عاشورا په ورځ د زنځير وهلو پر ځاى خپله وينه اړو کسانو ته ورکړي.

فيض محمد عثماني، په  هغه کنفرانس کې چې د سني او شيعه عالمانو په ګډون  نن کابل کې نیول شوى و، د عاشورا ورځې (د محرم الحرام لسمه) په مناسبت ډاډينه وړاندې کړه او ويې ويل  چې  وزارت په بېلابېلو برخو کې د دغو مراسمو جوړولو په اړه اړين چمتووالى لري.

امام حسين د حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) لمسى له خپلو ٧٢ يارانو سره، د ٦١ هجري قمري کال د محرام الحرام مياشتې لسمه، دعراق کربلا دښته کې د يزيد له لوري شهيدان شول.

د محرم لسمه د مسلمانانو يوه مذهبي ورځ ده چې هر کال په اسلامى نړۍ کې د ځانګړو مراسمو له لارې لمانځل کېږي.

سږ کال د محرم لسمه راتلونکې شنبه ورځ ده چې  د هېواد د مذهبي مراسمو په ترڅ کې په جوماتونو او تکيه خانو کې ترسره کېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير وويل چې امام حسين (رض) ټولو مسلمانو اړوند دى چې  له هغه او اهل بيت سره مينه د شيعه او سني ايمان غوښتنه ده.

هغه زياته کړه: "ټول مسلمانان بايد د يو بل احساساتو ته درناوى وکړي او داسې کار ونه کړي چې د دښمن په ګټه وي، ورورلي او غوره ګاونډيتوب له ځانه وښيي له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي څو دا مراسم په سمه توګه ترسره شي."

عثماني له ټولو عالمانو څخه غوښتنه وکړه څو د خلکو غوږونو ته دا ورسوي ، چې دا نه يوازې د وير مراسم دي، بلکې د مسلمان د غوره کلتور ښکارندوى دي.

نوموړي وويل چې ويرمن  وروڼه بايد داسې کارونه ونه کړي څو اسلام تر پوښتنې لاندې راولي او د نيوکې لامل شي د زنځير وهلو پر ځاى غوره ده چې اړو کسانو ته وينه ورکړي او له بې ځايه ګڼې ګوڼې څخه دې ځان وساتي."

د ارشاد، حج او اوقافو وزير له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې له  جګړې او وينې تويونې څخه دې لاس پر سر شي څو د خبرو اترو له لارې سوله ټينګه شي.

په نننۍ غونډه کې عالمانو د عاشورا مراسمو له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه  چې له يوبل سره د همغږۍ له مخې د امنيت ټينګښت په برخه کې دي ، له امنيتي ځواکونو او هغو کسانو سره چې مراسم جوړوي همکاري وکړي.

نوموړي له عزادارنو څخه غوښتنه وکړه چې په ارام چاپېريال او پرته له دې چې خلکو ته مزاحمت وشي او د لارو تړل کېدو لامل شي، مراسم  ترسره کړي او د خپل چلند پر مټ دې د يو عزادار او يو مسلمان  لوړ اخلاق نندارې ته وړاندې کړي، وينه دې ورکړي او له خپلو امنيتي ځواکونو سره دې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.