ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ د سقوط پلان  شنډ شو

والي: د لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ د سقوط پلان شنډ شو

author avatar
20 Oct 2015 - 12:44
والي: د لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ د سقوط پلان  شنډ شو
author avatar
20 Oct 2015 - 12:44

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ تله ۹۴): چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو هغه پلان چې لښکرګاه ښار او نږدې سيمو ته سقوط ورکړي، شنډ کړی او درانه تلفات يې مخالفينو ته  اړولي دي.

دغه جګړه د نادعلي په لوى مانده، د ګرشک په مالګير او  لښکرګاه  ته  څېرمه په باباجي سيمو کې دوه ورځې وړاندې پيل شوې وه چې يادې سيمې د لښکرګاه  ښار لومړى کمربند يادېږي.

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي د تلې په ۲۸مه  په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې ګڼو وسله والو طالبانو  دوه ورځې وړاندې د نادعلي او ګرشک ولسواليو او د لښکرګاه ښار  په باباجي سيمو بريدونه وکړل.

د ده په وينا، وسله والو مخالفينو ځينې سيمې تر خپل واک لاندې راوستلې وې، خو وروسته امنيتي ځواکونو يې پر وړاندې عمليات ورکړل چې تېره شپه يې ځيني سيمې ترې نيولې دي.

هغه زياته کړه چې په دې دوو ورځو کې نه يواځې چې د لښکرګاه او نادعلي د سيمو د نيولو په موخه پراخې جګړې شوې دي، بلکې  په همدې وخت کې طالبانو په شمالي ولسوااليو کې هم بريدونه کړي دي، خو پر وخت  يې مخه ونيول شوه.

د والي په وينا، وسله والو ته  يې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو کره  شمېره يې په ډاګه نه کړه.

د هغه په خبره چې  ۱۰ مخالفين يې ژوندي نيولي دي خو د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه يې معلومات  ورنه کړل.

رحيمي زياته کړه، نن د ورځې تر وروستيو پورې به د نادعلي، لوی مانده او ګرشک سيمو جګړه مهار کړل شي چې  له وړاندې په کې يو شمېر کمربندي پوستو سقوط کړی و.

والي دا هم وويل، په دې جګړه کې يواځې افغان امنيتي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته برخه اخيستي، تر دې مهاله بهرنيو ځواکونو نه په  هوايي او نه هم  په ځمکنيو عملياتو کې  ګډون کړی دی.

رحيمي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر پر يادو سيمو سربېره، په نورو سيمو کې هم د امنيتي ګواښونو مخه ونيول شي او طالبان به هېڅکله هم د دې توان  پيدا نه کړي چې مرکزي ولسوالۍ او لښکرګاه  ښار ته سقوط ورکړي.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر وايي، مسوولينو ډاډ ورکړی چې د جګړې د کابو کولو په موخه زرګونه تازه  دمي سرتېري سيمې ته رسېدلي دي او ستونزې به هوارې کړي.

بلخوا د نادعلي ولسوالۍ د ۳۱ غربي سيمې اوسېدونکي محمدعوض پژواک ته وويل چې  تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د دوی د سيمې سربېره، په  باباجي او لوی مانده سيمو کې پرمختګ کړى او اوس د کليو په منځ کې دواړو لورو سنګرونه  نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.