ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس د غنمو حاصلات ٦١ سلنه ډېر شوي

د بادغيس د غنمو حاصلات ٦١ سلنه ډېر شوي

author avatar
20 Oct 2015 - 16:05
د بادغيس د غنمو حاصلات ٦١ سلنه ډېر شوي
author avatar
20 Oct 2015 - 16:05

قلعه نو (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د بادغيس د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ٦١ سلنه لوړ شوي او چارواکي وايي چې د سږ کال حاصلات به د دغه ولايت اړتيا پوره کړي.

د بادغيس د کرنې رييس حفيظ الله بينش پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې د غنمو د حاصلاتو کچه ٧٨٥١٧ ټنه وه، خو ښږ کال ١٢٦٣٩٢ ټنو ته رسېدلې ده.

نوموړي زياته کړه چې د کرنې رياست دا شمېره په مرکز او ولايتونو کې د نمونې له اخيستنې ترلاسه کړې ده.

د هغه په خبره، په روان کال کې د کرنې ادارې د بودجې د نشتوالي له امله خلکو ته اصلاح شوي تخمونه نه دي وېشلي، خو پر وخت سره شوي ورښتونه د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي لامل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د سږ کال د غنمو حاصلات د بادغيس د خلکو اړتيا پوره کوي او حتى کروندګر کولى شي چې يوه اندازه غنم نورو ولايتونو ته صادر کړي.

هغه وويل چې سوداګر يوه کمه اندازه اوړه او غنم له ايران او قزاقستان نه بادغيس ته راوړي، ځکه چې د بادغيس د غنمو ډوډۍ يو څه تور رنګه ده او خلک وارد شوي اوړه ورسره ګډوي.

کروندګر هم د غنمو د حاصلاتو له لوړوالي خوښ دي، خو وايي چې دولت بايد  په دې برخه کې له دوى سره مرسته وکړي.

د دغه ولايت د ابکمري ولسوالۍ يوه کروندګر حق داد وويل چې سږ کال يې د للمي غنمو حاصلات شپږ سوه منه (اته کيلويي من) شول، تر اوسه يې دوه سوه منه کيلو په دوه افغانۍ پلورلي دي.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال يې د غنمو حاصلات شاوخوا ٣٥٠ منه وو.

هغه په روان کال کې د ډېرو بارانونو ورېدل د حاصلاتو د زياتوالي لامل وباله او ويې ويل چې دولت د بادغيس له کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمياوي سرې او نورو توکو هېڅ مرسته نه ده کړې.

هغه زياته کړه: ((بادغيس يوه غرنۍ سيمه ده، ټول کروندګر يې للمي کري، دولت بايد د للمي کروندګرو ته د داسې لارو چارو په ورښودو کې مرسته وکړي چې حاصلات يې ډېر شي.))

د بادغيس د مرکز باغک سيمې يوه کروندګر محمد قربان هم  د غنمو د حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي وښوده، خو ويې ويل: ((دا د کرنې ادارې کار نه دى، بلکې خپله د کروندګرو د زحمتونو پايله ده، د ورښتونو کچه لوړه شوې وه چې د غنمو حاصلات ورسره لوړ شول.د کرنې ادارې له خوا ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.