ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل ځينو دولتي کار کوونکو خپل څو مياشتنى معاش نه دى اخيستى

author avatar
20 Oct 2015 - 14:06
author avatar
20 Oct 2015 - 14:06

سرپل(پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د سرپل ولايت د دريو ولسواليو ځينو کارکوونکو له څو مياشتو راهيسې له ولسوالۍ د ولايت تر مرکزه د شته امنيتي ستونزو په سبب له کابلبانک نه  تنخوا نه ده اخيستې.

دا دولتي کارکوونکي په ګوسفندي، سانچارک او سوزمه کلا ولسواليو پورې اړه لري چې په يوه مسير کې پرتې دي، دوى وايي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په سانچارک کې د کابلبانک څانګه بنده شوه او له هغه وروسته بانک د کارکوونکو تنخواوې د ولسواليو مرکزونو ته لېږدولې او وېشلې.

خو دوى په خبره، له څو  مياشتو راهيسې بانک د مامورينو تنخواوې ولسوالۍ ته نه دې لېږدولې او دوى اړ دي چې د خپلو تنخوا اخيستلو لپاره د ولايت مرکز ته ولاړ شي او د بانک له څانګې خپله مياشتينۍ تنخوا واخلي.

خو د ګوسفندي ولسوالۍ يوه مامورحبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولسواليو ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي د لارې د نا امنۍ او د دولت د مخالفو وسله والو له وېرې نه شي کولى چې د بانک له کارت سره د ولايت مرکز ته لاړ شي.

هغه زياته کړه: ((له همدې امله هېڅوک هم د دې کار جرئت نه لري چې د کابلبانک له کارت سره له دې لارې تګ راتګ وکړي او خپله تنخوا واخلي.))

حبيب الله چې اووه زره افغانۍ تنخوا لري، وايي چې خپله ده هم له همدې وېرې له تېرو اوو مياشتو راهيسې تنخوا نه ده اخيستې، ځکه چې طالبان د همدې لارې په اوږدو کې موټر دروي او د دولت مامورين نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په غويي مياشت کې د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ارشاد،  حج او اوقافو مدير، دوه قاضيان او درې د ملي پيوستون کارکوونکي د لارې په اوږدو کې د وسله والو مخالفينو له خوا وتښتول شول.

تښتوونکو يو قاضي او ارشاد مدير ووژل، د ملي پيوستون درې کارکوونکي يې خوشي کړل، خو د يوه قاضي برخليک لا هم ناڅرګند دى.

د سوزمه قلعه ولسوالۍ د محمد امين شهيد لېسې ښوونکي سيد بشير هم د دې لارې په اوږدو کې له شته نا امنيو شکايت وکړ او ويې ويل چې ګڼ شمېر دولتي کارکوونکي د نا امنۍ په سبب نه شي کولى چې د بانک له کارتونو سره د سرپل مرکز ته د تنخوا اخيستلو لپاره لاړ شي.

هغه وويل چې خپله يې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې تنخوا نه ده اخيستې، ځکه چې کابلبانک پخوا د دوى تنخواوې ولسوالۍ ته لېږدولې، خو اوس دا کار نه کوي.

د سانچارک ولسوالۍ اجرائيه مدير غلام علي محسني هم وويل چې ګڼ شمېر دولتي کارکوونکو چې ښوونکي او پوليس هم په کې دي، د لارې په اوږدو کې د امنيتي ستونزو او په ولسوالۍ کې د بانکي څانګې د نشتوالي په سبب تنخوا نه ده اخيستې.

د سانچارک د خواجه سرخ ښوونځي ښوونکې شهلا وويل چې دا خپله تنخوا د سرپل په مرکز کې له کابلبانک نه ترلاسه کوي، ځکه چې طالبان ښځې نه تلاشي کوي او هغه کولى شي چې خپل بانکي کارت له ځان سره ولېږدوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.