ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غورماچ د بېرته نيولو عمليات پيل شول

د غورماچ د بېرته نيولو عمليات پيل شول

author avatar
20 Oct 2015 - 12:38
د غورماچ د بېرته نيولو عمليات پيل شول
author avatar
20 Oct 2015 - 12:38

ميمنه (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): ملي اردو د غورماچ د بېرته نيولو په موخه د خپلو عملياتو له پيلېدو په داسې حال کې خبر ورکوي چې د غورماچ  ١٢ پوليس د طالبانو له خوا وژل شوي او امنيه قوماندان يې له ١٧ پوليسو سره هغوى نيولى دى.

طالبانو درى شپې وړاندې د غورماچ ولسوالي ونيوه او د ملي اردو ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز په شمال کې مېشت دي.

طالبانو تېره ورځ درى امنيتي پوستې له کلابندۍ وروسته ونيوې او د غورماچ امنيه قوماندان سمونمل عبدالمجيد ګليم بافى يې له ١٧ پوليسو سره اسير کړ.

د فارياب نوي امنيه قوماندان مل پاسوال سيداغا انداربي وويل چې تر اوسه د پوليسو او طالبانو د مرګ ژوبلې نېټه نه ده څرګنده شوې.

د غورماچ امنيه قوماندان له نيول کېدو څو دقيقې وړاندې (تېره ورځ له غرمې وروسته) پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې په دريو پوستو کې ٣٠ پوليس مېشت دي چې ١٢ يې وژل شوي او خپله له ١٧ پوليسو سره کلابند دى.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي وو چې که ژر تر ژره ورته الوتکې او کوماندو رانه شي، دا پوسته به يې هم له لاسه ووځي.

خو په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمد رضا رضايي وايي، د ملي اردو تر عملي اقدام وړاندې د غورماچ امنيه قوماندان د طالبانو لاس ته ورغلى چې اوس د غورماچ قلم بلاق سيمې ته لېږدول شوى دى.

د طالبانو له پتې پژواک ته په استول شوي برېښناليک کې راغلي چې د غورماچ امنيه قوماندان يې له څلور ساعته مقاومت وروسته په ټپي حالت کې له ١٣ پوليسو سره نيولى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د دريو پوستو په نيولو سره يې اووه پوليس وژلي، يو ټانک، دوه رينجر موټر، دوې دهشکې، وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

د فارياب يوه اوسېدونکي احمدفرهاد وويل چې حکومت د غورماچ امنيتي ځواکونه په لوى لاس وژلي؛ ځکه چې کلابند پوليس له چيغو، ځمکنيو او هوايي امکاناتو سربېره هم ونه ژغورل شول.

هغه زياته کړه: ((کله چې د پوليسو مړي له غورماچ نه د فارياب مرکز ميمنې ښار ته ولېږدول شي، نه يې خښوو، په سره جنډه کې يې نغاړو او د ښار په هره برخه کې يې ږدو، څو د حکومت مشران راشي، ځواب ورکړي او خښ يې کړي.))

دغه ځوان زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د هېواد اصيل بچيان دي او بايد پر وړاندې يې بې غوري ونه شي، له هره اړخه يې دې ملاتړ وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.