کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): ناټو وايي چې د امريکا تر څنګ يو شمېر نور هېوادونه هم غواړي چې تر ٢٠١٦ کال وروسته په افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدي.
تر دې مخکې امريکا تېر کال اعلان کړى و، د ٢٠١٦ کال په پاى کې به دوى او نور هېوادونه خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي او يواځې زر امريکايي سرتېري به د دغه هېواد د سفارت د امنيت لپاره په کابل کې پاتې کېږي.
خو ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړه او اعلان يې وکړ چې د ٢٠١٦ تر پايه پورې به نږدې لس زره او تر ٢٠١٦ کال وروسته به هم پنځه نيم زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.
د ناټو سازمان چارواکي وايي چې تر امريکا وروسته يو شمېر نور متحدين يې هم غواړي چې تر ٢٠١٦ کال وروسته په افغانستان کې خپل سرتېري پاتې کړي.
په اروپا کې د ناټو پوځي قوماندان جنرال فلېپ برېد لوف ويلي، دى ډاډمن دى چې د امريکا ترڅنګ د ناټو سازمان يو شمېر نور غړي هېوادونه هم تر ٢٠١٦ وروسته په افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدي.
خو نوموړي زياته کړې چې دغو هېوادونو تر اوسه د خپلو پاتې کېدونکو سرتېرو کره شمېر نه دى په ډاګه کړى.
هغه ويلي: ((يو شمېر هغو هېوادونو چې د افغانستان په ماموريت کې پراخه ونډه لري، له موږ سره په اړيکه کې دي او ډاډ يې راکړى چې خپل اوسني سرتېري به پرېږدي.))
په اروپا کې د ناټو دغه قوماندان د هېوادونو د نومونو له په ډاګه کولو ډډه وکړه، خو ناټو يوې بلې سرچيني اروپايي رسنيو ته ويلي چې جرمني، ترکيې او ايټاليا لا د مخه په دې اړه ډاډ ورکړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د ايټاليا لومړي وزير ماټيو رينزي تېره اوونۍ ويلي وو چې دوى پر دغه پلان غور کوي چې تر ٢٠١٦ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل سرتېري پاتې کړي.
د يادونې ده، اوسمهال د ناټو د روزنې په ماموريت کې جرمني ٨٥٠ ، ايټاليا ٧٦٠ او ترکيه ٥٠٠ سرتېري په افغانستان کې لري.
په اروپا کې د ناټو پوځي قوماندان ويلي: ((د خپلو سرتېرو د ساختمان او شمېرې په اړه به وروستۍ پرېکړه د افغانستان ځمکنيو حالاتو ته په کتو سره کوو.))
د يادونې ده، اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د روزنې په ماموريت کې د امريکا او د دغه سازمان د غړو هېوادونو شاوخوا ١٤ زره سرتېري د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن