ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې د يونيسف د دوو ساتونکو په ګډون درې کسان ټپيان کړل

چاودنې د يونيسف د دوو ساتونکو په ګډون درې کسان ټپيان کړل

author avatar
20 Oct 2015 - 13:22
چاودنې د يونيسف د دوو ساتونکو په ګډون درې کسان ټپيان کړل
author avatar
20 Oct 2015 - 13:22

جلال اباد (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله درې کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې وشوه.

هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو يونيسف د دفتر د ساتونکو په موټر پسې مقناطيسي ماين نښلول شوى و چې  د شېرزي لوبغالي تر څنګ د بهسودو پر سړک وچاودېد.

مشرقيوال وايي چې په دې چاودنه کې دوه پوليس او يو عام وګړى ټپيا شوي دي.

د عزيزالله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه زوروره وه او څو کسان يې ټپيان کړي دي.

د هغه په وينا، د چاودنې له امله د پوليسو موټر هم زيانمن شوى دى.

د يادونې ده، د تېرې شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت شورا تر څنګ د پوليسو پر يوه رينجر د  مقناطيسي ماين چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.