ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه د امنيت لپاره نوى ځواک جوړېږي

د لښکرګاه د امنيت لپاره نوى ځواک جوړېږي

author avatar
21 Oct 2015 - 16:20
د لښکرګاه د امنيت لپاره نوى ځواک جوړېږي
author avatar
21 Oct 2015 - 16:20

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ تله ۹۴): د هلمند قومي مشر او پخوانى والي وايي چې د مرکز لښکرګاه د امنيت د ټينګښت په موخه يې د يوه نوي ځواک پر جوړېدو کار پيل کړى دى.

د هلمند ولايت قومي مشر او  د اروزګان او نيمروز ولايتونو پخواني والي اميرمحمد اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز لښکرګاه د سقوط د مخنيوي په موخه يې د يو نوي ځواک پر جوړېدو کار پيل کړى دى.

نوموړي وروسته تر هغه دا څرګندونې وکړې چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند باباجي او ځينې نورې سيمې ونيولې.

خو امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار تازه دمي سرتېري مرکز لښکرګاه ته رسېدلي او له ډېرو سيمو يې طالبان پر شا تمبولي دي.

خو اخندزاده وايي: ((که  څه هم  امنیتي ځواکونه پر دې توانېدلي چې د لښکرګاه د سقوط مخه ونیسي، خو د لا ډاډمن  او ښه امنیت لپاره به خلک وسله واخلي  او له سیمې به ساتنه وکړي، څو د کندوز تجربې دلته تکراره نه شي.))

د هغه په اند که چېرې خلک له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ودرېږي نو مخالفين کله هم خپلې موخې ته نه شي رسېدلى.

هغه دا هم وويل چې له امنيتي مشرانو سره يې خبرې کړې او ډېر ژر به د هلمند په بېلابېلو برخو کې پوځي عمليات پيل شي.

دى وايي چې د پاکستان استخباراتي اداره پر طالبانو فشار راوړي تر څو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوي.

خو هغه په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ.

د اميرمحمد اخندزاده مشر ورور شيرمحمد اخندزاده د مشرانو جرګې او کشر ورور يې عبدالحى اخندزاده د ولسي جرګې غړى دى.

خو د هلمند د ولايتي شورا غړي بريالي نظري د اميرمحمد اخندزاده د خبرو په غبرګون کې  پژواک ته وويل چې د ملېشو جوړول د افغانستان راتلونکي ته د ګټې پر ځاى تاوان کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه ډول ملېشې بايد جوړې نه شي؛ ځکه دا ګټه نه کوي او بيا يې کابو کول هم ستونزمن دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.