ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ظاهر قدير: د ملېشه سازۍ پلوى نه يم

ظاهر قدير: د ملېشه سازۍ پلوى نه يم

author avatar
21 Oct 2015 - 08:44
ظاهر قدير: د ملېشه سازۍ پلوى نه يم
author avatar
21 Oct 2015 - 08:44

جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۴): د ننګرهار وکيل او د ولسي جرګې لومړي مرستيال هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې له وسله والو سره د جګړې په پلمه شخصي ملېشه جوړوي.

حاجي عبدالظاهر قدير تېر ماښام ناوخته (د تلې ۲۸مه) په جلال اباد کې خبري کنفرانس کې وويل چې د ملېشه جوړونې طرفدار نه دی؛ خو له وسله والو سره د جګړې لپاره چمتووالی لري.

ظاهر قدير له څه مودې راهيسې اعلان کړی چې له حکومت سره به په ګډه په شينوارو کې د وسله والو پر ضد جګړه پيل کړي.

په ننګرهار کې داسې ګونګسې دي چې ګواکې د ولسي جرګې دا جګپوړی چارواکی غواړي په دغه ولايت کې شخصې ملېشې جوړې کړي.

خو نوموړي د پژواک اژانس د خبريال د دې خبرې په ځواب کې چې ويل کېږي تاسو د ملېشو جوړولو پلان لرئ، وويل: ((حاجي ظاهر د ملېشه سازۍ پلوى نه دی.))

د ولسي جرګې لومړي مرستيال وويل، هغه ملګري چې يې د وسله والو پر ضد د جګړې پلان لري، تر جنګ وروسته به بېرته خپلو کورونو ته ځي.

نوموړي له دغو څرګندونو سره هم مهال يو ځل بيا اعلان وکړ: ((نه اپريدی منم او نه اورکزی، چې راشي او زموږ پر خلکو بريدونه وکړي، زه حکومت ته په تمه يم چې غږ وکړي او د وسله والو پر ضد جګړه پيل کړو.))

نوموړي په خپلو خبرو کې دا يادونه هم وکړه چې په شينوارو ولسواليو کې يې ځيني ځايي خلک د وسله والو پر ضد پاڅېدلی او تېره ورځ يې دوه تنه داعش وسله وال نيولي دي.

هغه نيول شوي کسان رسنيو ته وښودل او يادونه يې وکړه: ((دا کسان چې پاکستاني وګړي دي، د ولس په همکارۍ نيول شوي او ما ته يې راوستي زه به يې حکومت ته وسپارم.))

نوموړي دا يادونه هم وکړه چې تېره ورځ يې د سره رود په ولسوالۍ کې د خلکو او امنيتي ادارو په همکارۍ دوه هغه وسله وال نيولي چې پر ده د بريد لپاره ګومارل شوي وو.

ظاهر قدير وايي: ((دوه کسان چې د داعش وسله وال دي، زما د کور په يو کيلومټرۍ کې ځای پر ځای شوي وو، د خلکو په همکارۍ مې ونيول او حکومت ته مې وسپارل، دوی پر ما د بريد پلان درلود.))

خو د ننګرهار امنيي قومانداني په دې تړاو بې خبري ښيي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.