ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په لوګر کې پراخو اصلاحاتو ته اړتيا ده”

“په لوګر کې پراخو اصلاحاتو ته اړتيا ده”

author avatar
21 Oct 2015 - 17:49
“په لوګر کې پراخو اصلاحاتو ته اړتيا ده”
author avatar
21 Oct 2015 - 17:49

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۴): د ځوانانو د همغږۍ او پياوړتيا شبکه وايي، په لوګر کې سيمه ييز پوليس عام خلک ځوروي، غلاوې او ناسمې کړنې کوي او که مخه يې ونه نيول شي د خلکو او دولت تر منځ به واټن زيات شي.

د دې شبکې مشر ناصر عنايت نن په کابل کې د "ولسمشره! لوګر پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري" تر نوم لاندې په خبري ناسته کې وويل چې د لوګر ولايت په ډېرو سيمو کې يو شمېر سيمه ييزو پوليسو خلک وهلي او ډېر بد چلند ورسره کوي.

هغه وويل: "سيمه ييزو پوليس او پاڅون وال د لوګر عام ولس ځوروي، غلاوې ورنه کوي، د خلکو تر منځ ژبنى او سمتي نفاق خپروي. له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې د دې پوليسو او ناقانونه ملېشو کړنې وڅاري او د دوی د ناسمو کړنو مخه ونيسي."

ده په دې اړه چې سيمه ييز پوليس د لوګر په کومو سيمو کې خلک ځوروي، يواځې دومره وويل چې دغه ځورونې په هغو سيمو کې دي چېرې چې سيمه ييز پوليس شتون لري.

د دې شبکې د رهبرۍ شورا غړي رضا خان باوري هم په دې ناسته کې ټينګار وکړ چې په لوګر کې بايد د سيمه ييزو پوليسو پر ځای د ملي ځواکونو تشکيل ډېر شي.

هغه وايي: "زموږ په ولايت کې د نفاق او تعصب اصلي عاملان دغه سيمه ييز پوليس دي، دوی ناحقه عام خلک په يوه او بل تور نيسي، وهي ډبوي يې، بې ځايه تلاشۍ کوي او ډول ډول ستونزې پيدا کوي."

د ده په وينا، په لوګر کې پراخ فساد شتون لري، د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې، د اړيکو له مخې نااهل کسان پر دندو ګومارل کېږي او د پوهنې په برخو کې فساد او شته ستونزې ددې لامل شوي چې د دغه ولايت د ولس او حکومت تر منځ واټن رامنځته شي.

ده په دې اړه هم اسناد او جزئيات وړاندې نه کړل.

باوري وويل: "دولت مکلف دی چې د لوګر د خلکو برحقه او مشروع غوښتنو ته لبيک ووايي،خو که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، نو د لوګر خلک او ځوانان به د قانون په رڼا کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاهر خپلې هر اړخېرې مبارزې جاري وساتي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح بيا پژواک ته وويل، ولايتي اداره د خپل ولس له ټولو ستونزو څخه خبره ده او د ولايت مقام يواځې په خبرو بسنه نه ده کړې، بلکې د ستونزو د ليدو او اورېدو په موخه يې ان لرو پرتو ولسواليو ته هم سفرونه کړي او د هغوى ستونزې او غوښتنې يې له نږدې اورېدلې دي.

ده زياته کړه، د ولس د ستونزو هوارى يې مسووليت دى او دوى تل د هغوى په خدمت کې دي.

د هغه په وينا، د ولايت مقام دروازه د ټولو خلکو پرمخ خلاصه ده، ترڅو خپلې نيوکې ورسره شريک کې کړي او بيا يې ستونزو ته لاسرسى وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.