ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خروار ولسوالۍ کې اته طالبان وژل شوي

خروار ولسوالۍ کې اته طالبان وژل شوي

author avatar
22 Oct 2015 - 14:14
خروار ولسوالۍ کې اته طالبان وژل شوي
author avatar
22 Oct 2015 - 14:14

پل علم (پژواک،٣٠تله٩٤): د لوګر امنيتي  چارواکي ددې ولايت په خروار ولسوالۍ کې د اتو طالبانو د وژل کېدو او د پنځو نورو د نيولو ادعا کوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په خروار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي خو امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هغه د معلوماتو له مخې، د يادو عملياتو پرمهال يوه سراچه، يو  مازدا او دوه ډاډسن موټر، يوه دهشکه، يوه اندازه چاودېدونکي توکي او لس موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په خروار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې دغه عمليات به تر هغه روان وي ترڅو د خروار ټولې سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.

وسله والو طالبانو د يادې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو دوه ورځې مخکې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې د خروار ولسوالۍ ډيرې سيمې اوس هم د طالبانو په واک کې دي.

هغه ويلي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال ډيرى وخت عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

خروار د لوګر ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له تېرو لسو ورځو راهيسي امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې د طالبانو پر وړاندې پوځې عمليات پيل کړي دي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.