ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورې او پټرول تېلو بيې لوړې شوې دي

د بورې او پټرول تېلو بيې لوړې شوې دي

author avatar
22 Oct 2015 - 16:16
د بورې او پټرول تېلو بيې لوړې شوې دي
author avatar
22 Oct 2015 - 16:16

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرول تېلو او بورې بيې لوړې شوې او د پاتې نورو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د کلا فتح الله د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبيدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر پټرول تېلو بيه له ٤٢ افغانۍ ٤٥ افغانيو ته لوړه شوې، خو يو لېتر ډېزل د تېرو اوو ورځو په څېر په ٤١ افغانۍ دي.

هغه وويل چې د پټرولو بيه د کمو وارداتو له امله لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو له ډلې يوازې د بورې بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٧٥٠ افغانۍ ١٨٣٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړى وايي چې د بورې بيه د کمو وارداتو له امله لوړه شوې ده.

خو هغه وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٣٥٠ افغانۍ، شپاړس لېتره پيپ شايسته غوړي ٩٥٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريجې ١٦٥٠ افغانۍ دي.

دغه راز د کابل ښار منډوي کې د چايو يوه پلورونکي احمد جاوېد وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د "مدينه" يو کيلوګرام شين چاى بيه ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو تور چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې کمې او په ځينو مواردو کې ډېرې توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه هټۍ وال احمد اميد وويل چې نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه ٢٠٠٠ افغانۍ، شپاړس لېتره شايسته غوړي ١١٥٠ افغانۍ،  پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني اوړه ١٤٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو مدينه شين چاى ٢٥٠ افغانۍ دى.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٧٩٠ عيار عربي سرو زرو بيه ٢١٠٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار روسي سرو زرو بيه ١٧٠٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.