ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واليانو ټولنه: له بحرانه د وتو لپاره بايد لويه جرګه را وبلل شي

د واليانو ټولنه: له بحرانه د وتو لپاره بايد لويه جرګه را وبلل شي

author avatar
22 Oct 2015 - 16:10
د واليانو ټولنه: له بحرانه د وتو لپاره بايد لويه جرګه را وبلل شي
author avatar
22 Oct 2015 - 16:10

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): د افغانستان د واليانو ټولنه د هېواد اوسنى وضعيت ټکان ورکوونکى بولي او له دغه وضعيت نه د وتلو لپاره د لويې جرګې د رابللو او د ولسي جرګې او  ولسوالۍ شوراګانو د ټاکنو نېټې د څرګندېدوغوښتنه کوي.

دا ټولنه چې له ٦٥پخواني واليانو، ١٥ اوسنيو واليانو او ځينو وزيرانو جوړه شوې، وايي چې اوسنى ناسم وضعيت هره ورځ خلک له ستوني نيسي او اړتيا ده چې يو لړ غوره کړنلارې تر لاس لاندې ونيول شي.

د کابل پخوانى والي او د واليانو ټولنې غړي عبدالجبار تقوا چې د نورو په استازولۍ يې دې خبري غونډې ته خبرې کولې‎، وويل چې په هېواد کې ناسم وضعيت د دې سبب شوى چې هره ورځ سلګونه ځوانان له قانوني او غير قانوني لارو هېواد پرېږدي چې ټول هېواد ورنه دردېږي.

هغه زياته کړه، حکومت دې اقتصادي لارې ولټوي، څو د ځوانانو د تېښتې مخنيوى وشي، اقتصاد پر امنيت مخامخ اغېز لري، ګڼ د اقتصادي ستونزو له امله  د وسله والو مخالفينو ليکو ته ورغلي او وسلې يې اخيستې دي.

د واليانو ټولنې دې غړي زياته کړه چې پردي لاسونه کار کوي، د سيمې د استخباراتو له لارې هره ورځ له افغانانو چانسونه اخلي، له هوښيارۍ دې کار واخيستل شي او اړينه ده چې حکومت د ادارې په ښه والي کې انسجام راولي، څو د دغو ناخوالو مخنيوى وشي.

تقوا په ډاګه کړه: ((د مجربو کسانو په توګه زموږ وړانديز دادى چې له دې بندښت نه د وتلو لپاره بايد لاره ولټول شي، زموږ له انده يې يواځېنۍ لار لويه جرګه ده، څو د ملت ستر او با صلاحيته استازي هېواد له بحران وباسي.))

هغه ټينګار وکړ چې که په اوسنيو شرايطو کې په اساسي قانون کې د تعريف شوې لويې جرګې د ترسره کېدو زمينه نه ده مساعده، نو بايد دوديزه لويه جرګه را وغوښتل شي.

د واليانو ټولنې غړي زياته کړه چې حکومت دې د لويې جرګې د رابللو ترڅنګ، د ټاکنو نېټه وټاکي چې دا موضوع هم کولى شي اوسنى فشار يو څه کم کړي.

هغه زياته کړه: ((اوسمهال ولسي جرګه سرپرسته ده، ځيني واليان، وزيران  او حتى د حکومت د مشرتابه يوه برخه سرپرسته ده او بايد له دې سرپرستۍ ووځو، قانوني، با اقتداره او با صلاحيته حکومت ولرو.))

تقوا وويل چې د واليانو د کاري واک نشتوالى او په حکومت کې د څو لاسونو شتون د ادارې د کمزورۍ او نا امنيو سبب شوي، واليان يواځې د څو قراردادونو د لاسليک مسوولان نه دي، بلکې د ولسمشر استازي دي او بايد کلي واک ورکړل شي.

د واليانو ټولنې غړي څرګنده کړه چې د مرکزي حکومت رېښې له سيمه ييزو حکومتونو جوړې دي، خو واليان هغه واک نه لري چې په قانون کې يې يادونه شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.