ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې پنځه وسله وال مخالفين او د اردو يو سرتېرى وژل شوي

فارياب کې پنځه وسله وال مخالفين او د اردو يو سرتېرى وژل شوي

author avatar
22 Oct 2015 - 16:00
فارياب کې پنځه وسله وال مخالفين او د اردو يو سرتېرى وژل شوي
author avatar
22 Oct 2015 - 16:00

ميمنه (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): د جوزجان-فارياب لويې لارې په اوږدو کې پنځه وسله وال مخالفين او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي، دغه راز ١٥ طالبان ټپيان او د اردو له مهماتو يو ډک ټانک سوځول شوى دى.

فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن رضا رضايي وايي چې دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوې چې طالبانو د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ په شېخانو سيمه کې د ملي اردو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې کومانډو ځواکونه له کاروان سره د مرستې په موخه راورسېدل نو طالبان شاتګ ته اړ شول او شپږ موټرسايکل يې د ملي اردو لاس ته ورغلي چې بيا يې ورته اور ورته کړ.

رضايي زياته کړه، په پرونۍ نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى او دغه راز د ملي اردو يو اکمالاتي موټر د طالبانو د ډزو په پايله کې سوځول شوى دى.

د دولت اباد ولسوال سيد عبدالسلام نزهت وايي چې ياد موټر د توپ له مرميو ډک و، چې ټولو يې چاودنه کړې او عمومي سرک يې هم يو څه ويجاړ کړى دى.

خو طالبانو ويلي چې په دغه بريد کې پنځه دولتي ځواکونه وژل شوي او پاتې اکمالاتي کاروان چې غورماچ ولسوالۍ ته يې د تللو هوډ درلود، راګرځولى دى.

د ويلو ده، چې پرون امنيتي ځواکونو د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د ملي اردو د توپچي سرتېرو د ګوزارونو په ترڅ کې د څلورو مخالفينو په ګډون دغه ولايت ته د طالبانو له لوري د نومول شوي مرستيال والي ملا عبدالصمد له وژلو هم خبر ورکړى و، خو طالبانو بيا په خپله انټرنټ پاڼه کې د ملا عبدالصمد وژل کېدل رد کړي او يوازې د دوه طالبانو د وژل کېدو خبر يې منلى دى.

 

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.