کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٤): د کندهار چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د يوې سيمه ييزې راډيو د دروازې مخې ته د ماين چاودنه شوې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.
د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماخوستن په شاوخوا ٧ بجو د ښار په شپږه امنيتي حوزه کې ميرويس روغتون ته څېرمه شوې ده.
ده زياته کړه، د سيمه ييزې راډيو وړانګې د دروازې مخې ته د مقناطيسي ماين چاودنه شوې، چې له امله يو موټر ويجاړ شوى دى، خو مرګ ژوبله نه لري.
د هغه په وينا، په ياده ساحه کې يو بل ماين هم ايښودل شوى و، خو هغه د پوليسو له لوري له منځه وړل شوى دى.
د يادې شوې راډيو يو کارکوونکى بسمل فرهاد وايي، دا چاودنه د دوى د دفتر د دروازې مخې ته شوې، چې له امله يې يو موټر او څو موټرسايکلونه زيانمن شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن