خوست ښار(پژواک،٣لړم٩٤): د خوست والي وايي چې د هېواد د سالم پرمختګ په موخه بايد ځوانان له ټکنالوجۍ څخه د منفي ګټې پرځاى، مثبته ګټه پورته کړي.
دغه څرګندونې د خوست والي حکم خان حبيبي نن د لېنکن ټولنيز او ښوونيز مرکز د کمپيوټر او انګليسي ژبې له برخو څخه د سلګونو کسانو د فراغت په غونده کې وکړې.
حبيبي وويل چې افغان ځوانان بايد د نوې ټکنالوجۍ په اړه پوره معلومات ولري ترڅو وکولى شي له نورو سره سيالي وکړي.
خو هغه زياته کړه : (( زما غوښتنه له ځوانانو څخه دا ده چې له ټکنالوجۍ څخه د منفي ګټې پرځاى مثبته ګټه پورته کړي ترڅو زموږ هيواد سالم پرمختګ وکړي.))
هغه وايي چې د خوست په ګډون په ټول هېواد کې نا امنيو د ځوانانو د زده کړې مخه ډب کړې ده.
حبيبي ژمنه وکړه چې د خوست ولايت په لرو پرتو سيمو کې به هم ځوانانو ته د عصري زده کړو زمينه برابروي.
ده له کورنيو غوښتنه وکړه چې خپل بچي د عصري علومو او نورو زده کړو لپاره وهڅوي.
دغه راز د کمپيوټر او انګليسې له زده کړو پر دې فارغو شوو زده کوونکو تصديق پاڼې هم ووېشل شوې.
د ياد ښوونيز مرکز مشر نصيراحمد روښان پژواک ته وويل، چې دا ۳۵۰ زده کوونکي د دې مرکز ۱۴ مه دوره فارغين دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن