ايبک (پژواک، ٣ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې د سمنګانو د "دره صوف پايين" ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستيال ملااميرخان صادقي د دې ولسوالۍ په يو کور کې پر ډزو وژل شوى دى.
د سمنګانو د ولايتي شورا پخواني غړي، خواجه عبدالله ظفري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيمه ييز طالب چارواکى تېره شپه د دې ولسوالۍ د "زيدوري" کلي په يو کور کې له خپلو نورو ملګرو سره مېلمه و.
د هغه په وينا،صادقی د هغه د ملګرو تر منځ د اختلاف له امله تېره شپه دوه بجې وژل شوى دى.
د دره صوف پايين ولسوال محمدقربان هم وويل چې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى مرستيال ولسوال صادقی د طالبانو د خپلمنځي اختلاف له امله وژل شوى دى.
دى وايي، چې د صادقی مړى د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوى و او وروسته د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.
هغه وويل چې دغه طالب چارواکى د دې ولسوالۍ د بلوچ کلي اوسېدونکى و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا يوه مياشت مخکې د محمدنادر په نوم يو وسله وال طالب په دې ولسوالۍ کې د ناپېژانده کسانو په کمين کې ووژل شو او وروسته طالبانو د محمدنادر د وژنې په تور د هغه ورور وواژه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن